تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قبایلي سیمې ښځو ته به د رایې ورکولو زمېنه برابره شي؟
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي/ خیبر پښتونخوا
پاکستاني پوځ ویلي، د قبایلي سیمې وزیرستان اوسېدونکي به له دې وروسته د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره د پېژندګلوۍ پر مهال د 'وطن کارډ ' نومي پېژندپاڼو پر ځای د پاکستاني ملي پېژندپاڼې یا شناختي کارډ کارووي.
د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو سیمو هغه اوسېدونکي چې د پاکستان ملي پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه نه لري، کولای شي د مې میاشتې تر پایه وطن کارډونه وکاروي او له هغه وروسته باید شناختي کارډونه تر لاسه کړي.
وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د سیمې اوسېدونکو ته د وطن کارډ په نامه ځانګړي کارتونه ورکړل شوي وو، چې هدف یې سیمې ته د ځايي اوسېدونکو په منځ کې د وسله والو ننوتو مخنیوي بلل کېده.
د دغو کارډونو له مخې به له هغو بې ځایه شویو خلکو سره هم مرستې کېدې، چې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته یې کور کلی پرې ایښي وو.
یو شمېر ځايي مدني فعالان بیا د پوځ له دې اقدامه خوښ معلومېږي او وايي د ملي پېژند پاڼو تر لاسه کولو له لارې به د سیمې اوسېدونکې ښځې هم وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.
د بشري حقونو یوه فعاله سمرینه وزیر وايي، د سیمې خلک له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې دي او د وطن کارډ ختمول د دوی حقونو تر لاسه کولو لړ کې یو مثبت ګام دی:
''ځینې دودیزې او کلتوري ستونزې هم شته، چې د قبایلي سیمو اوسېدونکو ښځو رایې ورکولو پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو هیله دا ده چې د حکومت دغه ډول هڅې به دوی د رایې ورکولو لپاره وهڅوي. ''
د پاکستان ټاکنو کمېسیون د ۲۰۱۷ کال د شمېرو له مخې د قبایلي سیمو ۶۲ سلنه اوسېدونکې ښځې شناختي کارډونه یا پېژندپاڼې نه لري.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په پلازمينه اسلام آباد کې د پښتو پرلت يو غوښتنه هم دا وه چې وزيرستان سيمې ته د ننوتلو لپاره دې د وطن کارډ شرط له منځه يوړل شي او بايد ملي پيژند کارډ وکارول شي.