د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نیولو امر وشو

ر
د عکس تشریح، له محکمي بهر د مسلېم لیګ نواز ډلې وزیران.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د حساب ور کونې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نیولو امر وکړي.

په محکمه کې د نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او د هغې د خاوند کفټن صفدر په خلاف درې دوسیې واورېدل شوې.

په دوو دوسیو کې نواز شریف د نیول کېدلو امر وشو، خو نوموړی په ضمانت له نیول کېدو ژغورل کیدی شي.

محکمه د دوی د دوسیو په هکله د نومبر پر دریمه بله ناسته لري او قاضیانو وویل، که نواز شریف راتلونکې ناستې ته حاضر نه شي ضمانت یې نشي کېدلی.

د پاکستان لپاره نازک وخت

ر

د عکس سرچینه، AFP

د محکمې له غونډې وروسته د نواز شریف لور مریم نواز رسنیو ته وویل، دا د پاکستان لپاره نازک وخت دی:

"پر ولسواکۍ خبرې خیانت بلل کېږي، عدالت غوښتنه د عدالت سپکاوی بلل کېږي".

د هغې مېړه کېپټن صفدر هم له محکمې بهر وویل، د پاکستان ۲۲ کروړه یا ۲۲۰ میلیونه خلک غواړي چې له نواز شریف سره زیاتی ونه شي:

دا نظریه له پاکستان سره زیاتی دی او د پاکستان له دولت سره زیاتی دی. اخر دې خلکو څو ځلې نواز شریف لرې کړ؟ خو الله درې ځلې لومړی وزیر کړ.

له ریاض څخه لندن ته د شریف تګ

ر
د عکس تشریح، له محکمې بهر امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

نواز شریف ته تر ۱۵ ورځو اجازه وه چې محکمې ته حاضر نه شي، خو دا وخت د اکتوبر پر ۲۴ پای ته ورسېد.

د نواز شریف وکیل خواجه حارث په محکمه کې وویل، چې موکل یې پاکستان ته راتلل غواړي، خو د مېرمنې وضعیت یې خراب دی.

نواز شریف د هغې د لیدلو لپاره له سعودي عربستان څخه برتانیا ته لاړ.

ګلثوم نواز سرطان نیولې او له څه مهال راهیسې یې په لندن کې درملنه کېږي.

تېر ځل هم چې نواز شریف د خپلې مېرمنې لیدلو ته تللی و داسې اوازه وه چې هېواد ته به ستون نه شي.

خو نواز شریف هېواد ته ستون شو.

درې دوسیې

ر
د عکس تشریح، د نواز شریف زوم د محکمې مخ ته.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف- چې د درغلۍ په تور د دغه هېواد سترې محکمې د روان عیسوي کال په جولای میاشت کې له دندې ګوښه کړ- اوس يې هم د دغه هېواد په احتساب محکمه کې قضیه روانه ده.

دا دوسیې یوه په بهر کې د پټو شتمنیو، دویمه د العزیزیه پولادو کمپنۍ او د ریمه په لندن کې د کور په تړاو ده، چې د سترې محکمې په خبره پکې درغلي ښکاري.

محکمې ته د پنجشنبې په ورځ د مسلېم لیګ ګوند لوړپوړي غړي، وکیلان، په حکومت کې د نواز شریف د ګوند وزیران هم ورغلي و.

د دې دوسیې پر مهال د محکمې مخ ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو شمېر ډېر شوی دی.