چاودنې د کاناډایۍ جوړې ژغورندویې ډلې ۴ پاکستاني پوځيان وژلي

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د قبایلي کورمې ایجنسۍ خرلاچي سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور پاکستاني پوځیان وژلي دي.

پېښه کې درې نور پولیس ټپیان شوي هم دي.

رسنیو ته د پاکستاني پوځ په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دغه پوځيان د هغې پوځي ډلې غړي وو، چې د کاناډایي- امریکايي جوړې د ژغورلو په موخه یې څو ورځې وړاندې عملیت پیل کړي وو.

امریکایی - کاناډایی جاشوا بویل او د هغه مېرمن او درې بچیان د کورمې ایجنسۍ قبایلي سیمه کې د اورپکو له منګولو وژغورل شول.

دوی په ۲۰۱۲ کال افغانستان کې تښتول شوي وو.

د دوی له ژغورلو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، له پاکستان نه یې د لا نورې همکارۍ هیله ده.