د نواز شریف زوم په اسلام اباد هوايي ډګر کې ونیول شو

ر

د عکس سرچینه، PMO Office

د پاکستان د ملي احتساب ادارې په حکم د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف زوم او د مریم نواز مېړه محمد صفدر په اسلام اباد هوايي ډګر کې ونیول شو.

محمد صفدر له مریم نواز سره د خواښې کلثوم نواز د پوښتنې لپاره لندن نه تللی و.

کلثوم نواز سرطان ناروغي لري او هلته یې درمنله کېږي.

د محمد صفدر د هرکلي لپاره د مرکزي حکومت پر وزیرانو سربېره د مسلېم لیګ کارکوونکي هم هوايي ډګر ته تللي وو.

کله چې د ملي احتساب ادارې چارواکو نوموړی موټر کې کېناوه، نو د مسېلم لیګ نواز ډلې کارکوونکو یې مخه نیوله.

مریم نواز په بل موټر کې اسلام اباد ته لاړه.

د مسلېم لیګ یو مشر اصف کرماني وویل، چې په دې برخه کې به قانوني لار غوره کړه.

د ملي احتساب ادارې د روانې میاشتې په دویمه محمد صفدر ځکه د ضمانت وړ ونه باله او د نیولو حکم یې وکړ چې نوموړی تېره میاشت محکمې ته ورغلی نه و.

په ستره محکمه کې د نواز شریف او د هغه د زامنو په تړاو د پاناما اسنادو په دوسیو کې د محمد صفدر ځواب ویل هم ضروري بلل شوي دي.