د انګور اډې لار د ګاډو لپاره پرانیستل شوه

پر ډېورنډ کرښه د انګور اډې تګ راتګ لاره د ګاډو پر مخ پرانیستل شوې ده. جنوبي وزیرستان کې ځايي چارواکو ویلي له دواړو لوریو یو شمېر ګاډي له دروازې تېر شوي دي. د تګ راتګ دغه لار د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه د پاکستان سند ایالت په یوه زیارت کې له چاودنې وروسته چمن او تورخم سره یو ځای تړل شوې وه.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو چارواکو انګوره اډه کې غونډه کړې او د لارې پرانیستلو هوکړه یې کړې ده.

تېره ورځ لومړی د پاکستان له لوري دروازه پرانیستل شوه او له هغه وروسته افغان چارواکو هم ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه.

تېره ورځ پاکستاني چارواکو ټانک سیمه کې هغه ګاډي څښتنانو ته وسپارل، چې انګور اډه کې نیول شوي وو. دغه ګاډي د یوې جرګې لارې څښتنانو ته سپارل شوي، چې دغه جرګه کې ځايي مخورو، سیاسي چارواکو او پوځیانو ګډون کړی و.

د انګور اډې له لارې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ پورې ګاډي تګ راتګ کوي، خو د پلي مساپرو لږ شمېر له دغې لارې ځي راځي.

د کرښې دواړو لوریو ته مېشت خلک د لارې تړل کېدو له کبله معمولاً له سختو کړاوونو سره مخامخېږي. انګوره اډه او شاوخوا سیمه کې یې سلیمان خیل، وزیر، مسېد او دوتاڼي مېشت دي.