د تېراه بې ځایه شوي وايي تش لاس ورانو کورونو ته ستانه شوي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
قبایلي سیمه تېراه کې د پاکستاني طالبانو او انصار الاسلام نومي ډلې تر منځ د جګړو له کبله بې ځایه شوي کسان خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو وايي حکومت ورسره د مرستو ژمنې نه دي عملي کړې.
رپوټونو کې ویل شوي، چې تېراه کې کې د نښتو له کبله د سیمې ډېری مېنې ویجاړې شوې او اوس د اوسېدو نه دي.
مخکې له باغ سیمې بې ځایه شویو کسانو سره پاکستان حکومت د بېرته مېشتېدو برخه کې د هرې کورنۍ لپاره د څلور سوره زره روپیو مرستې ژمنه کړې وه، خو اوس چې ډېری ځايي اوسېدونکي خپلو مېنو ته ستانه شوي، وايي حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د سیمې یو اوسېدونکی نوروز وايي اوس د طبیعي کړکېچونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې سروې به وکړي، خو وايي تر اوسه د هغو کسانو نومونه هم نه دي لیکلي، چې وسله والو نښتو کې یې کورونو ته زیان اوښتی دی.
د سیمې یو بل اوسېدونکی اختر سید وايي، حکومت د وران شویو ښوونځیو او لارو رغونې اعلان هم کړی و، خو وايي تر اوسه د بیا رغونې لړ کې هېڅ فعالیت نه تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تيرا وادې يو بل اسيدونکې اختر سيد واېې حکومت په سيمه کې د سکولونواو سرکونو جوړولو اعلانونو هم کړې و خو تر اوسه په دې لړ کې هيڅ ګام هم نه دې پورته کړې. ۲۰۱۲ او دیارلسمو کلونو کې د تېراه له باغ سیمې نه زرګونه ځايي خلک د وسله والو ډلو تر منځ د نښتو له کبله بې ځایه شوي وو.
په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته بې ځایه شوي ځايي اوسېدونکي خپل کور کلي ته ستانه شوي، چې د جګړو له کبله ورته درانه زیانونه اوښتي.
امنيتي چارواکي ادعاکوي چې د تيرا ميدان سيمه له وسلوالو پاکه کړې، خو اوس هم د تيرا په کوکي خيل راجګل سيمه کې د وسلوالو پر ضد د خيبر دريم نومي پوځې عمليات دوام لري.








