د ريو ډې جنېرو فوټبال پايلوبې خونديتوب لپاره زرګونه پوليس ځای پر ځای شوي
د برازيل ريو ډې جنېرو کې زرګونه پوليس ځای پر ځای شوي چې د مراکېنا فوټبال سټېډيم ته د احتجاجيانو درسېدو مخنيوی وکړي.
دغه سټېډيم کې برازيل له اسپانيا سره د کنفېډرېشن اتلوليو پايلوبه کې لوبېږي.
يو لومړنی احتجاج په شا تمبول شوی، خو اټکل دی يوه بله لويه مظاهره هم وشي.
دغه اتلولي د برازيل لروبر يوې اوونۍ ناراميو مرکزي ټکی و، چې د فساد، کمزوري عامه خدمت او هم د فوټبال نړيوالو اتلوليو کوربنۍ لوړو لګښتونو پر سر احتجاجونه په کې وشول.
ټاکل شوې برازيل راتلونکی ۲۰۱۴ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو کوربه شي.
ولسمشرې ډېلما روسېف پرېکړه کړې چې له اسپانيا سره يې د خپل هېواد لوبې نندارې ته ورنه شي.




