BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:34 گرينويچ 2008 ,25 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر عبد الوهاب سرتير په اوومې سټوډيو
اوومې سټوديو پروگرام
د اوومۍ سټوديو پروگرام هره جمعه په ماښامنى خپرونه کې خپريږى
عبدالوهاب سرتير دحاجي عبدلغني زوى ،په خټه موسی زى کوچى په ۱۳۲۸ ل کال کې دننگرهار دسره رود دموسی زيو کلا کې زېږېدلى دی.

زده کړې يې دسيد جما ل الدين افغان دښوونې اوروزنې په موسسه کې پاي ته رسولي دي .
دحبيبې اواستقلال په ليسو کي دپښتوژبې او ادبياتو ښوونکى و. وروسته يې دافغانستان په راډيو ټلويزيون کې په کار پيل وکړ چې هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکى ،ويونکی اوچلوونکی وو.

له ۱۳۴۳ ل کال راهيسې يې دهيواد په مطبوعاتوکې شعرونه خپرېږي .

عبد الوهاب سرتير په اروپاکښې دفرهنگي ټولنوپه ابتکارجوړو شوو زيات شمير ادبی اوفرهنگي غونډوکې فعاله برخه اخيستې اوددې غونډو دروند مېلمه وو.

تر اوسه دښاغلي عبدالوهاب سرتير دشعرونوڅومجموعې چاپ شوي دي لکه :
۱ . څيري گرېوان
۲ .دکوثر جام
۳.دڅپوژبه
۴.سوی ډاگ
۵. چينه
۶. سمندر

عبدالوهاب سرتير له ۱۹۹۳ م کال راهسې په جرمني کې دخپلې کورنۍ سره يوځاى دپردېسۍ ژوند تيروي .

که غواړئ چې له پښتو شاعر عبد الوهاب سرتيرنه دده د ادبي ژوند په اړه پوښتنې وکړئ او يا په اړه يي کوم نظر څرگند کړئ ، نو د جمعه په ماښام سټوډيو ته په دې شميره زنگ وهلى شئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

او يا هم په دې پته بريښناليک راوستوئ. [email protected]

لطفا د ايمل د موضوع يعني (subject) په ځاى کې يي اوومه سټوډيو عبدالوهاب سر تير وليکئ.


سندرغاړى نجيب حق پرست په اوومه سټوديو کېاوومه سټوډيو
سندرغاړى نجيت حق پرست مو ميلمه وه.
ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح `پوه اوومه سټوډيو
ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح `پوه
شاعره ثمر اسلمي مو مېلمنه وه. اوومه سټوډيو
شاعره ثمر اسلمي
د المپيک ريس ښاغلى انور جگدلک اوومه سټوډيو
د المپيک ريس ښاغلى انور جگدلک مو مېلمه و
د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
شاعر او ژورناليست غفور ليوال اوومه سټوډيو
شاعر او ژورناليست غفور ليوال او فرهاد دريا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت