| | د اوومۍ سټوديو پروگرام د هرې جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږى |
دا اوونۍ (د اگست ٢٢) مو د پښتو ژبې تکړه شاعره ثمر اسلمي ميلمنه وه. ثمر اسلمي د کندهار ولايت په مرکز کې زيږيدلې لمړنى او ثانوي زده کړې يې د کندهار د زرغونې انا په ليسه کې بشپړې کړي دي. دوه کاله يې د کندهار په عالي دارلمعلمين کې د پښتو او انگليسي په رشته کې زده کړې کړي دي. د ١٣٥٤ کال راهيسې د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د ښوونکې، سرښوونکې او د مديرې په توگه دندې تر سره کړي دي. د پوهنې وزارت، ښځو د چارو وزارت او نورو گڼو ادارو د ښو خدمتو له کبله يې ستاين ليکونه او مډال هم تر لاسه کړي دي. تاجکستان، ازبکستان، ايران، پاکستان، ترکمنستان او مسکو ته گڼ سفرونه کړي دي. ديرش کاله دمخه يې په شعر ويلو پيل کړى ده. شعرونه يې په مطبوعاتي ورځپاڼو کې چاپ شوي چې له بده مرغه ځينې شعري مجموعې يې دمنځه تللي دي. يو کتاب يې د ( تڼاکو مرغلرې) په نوم چې د لنډيو کتاب دى چاپ شوى او بل چې د ( بيرته راستون شه ) په نامه ده د افغانستان د انجمن قلم په غونډه کې تصويت او چاپ لپاره تيار دى. اغلې ثمر اسلمي اوس له خپلې کورنۍ سره په لندن کې ژوند کوي. |