BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:30 گرينويچ 2008 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو: غفور ليوال او فرهاد دريا
شاعر او ژورناليست غفور ليوال
نامتو سندر غاړي فرهاد دريا د خپل وروستي البوم الله ياهو يو شمير سندرې د غفور ليوال له شعرونو جوړې کړي دي.
شاعر او ژورناليست غفور ليوال او نامتو سندرغاړى فرهاد دريا مو د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمانه دي.

ښاغلى عبدالغفور لېوال د ١٣٥٢ لمريز د كب د مياشتې په شلمه نېټه د كابل ولايت د موسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى، په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى.


لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه، لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي او په ژورناليزم او سياسی علومو کې يې خپل تخصص د امريکا له مريلند پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.
اوسمهال د افغان ادبي بهير رشاد کره کتنې او د علم او ادب د خپراوي ټولنې غړيتوب لري.

دندې:
- د(هنداره) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى.١٣٧٤ ل
- د كابل پوهنتون د فرهنگي شورا مرستيال١٣٧٤-١٣٧٦ل
- د افغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانگې غړى١٣٨٠-١٣٧٧ل
- په كابل كې د( جگړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول١٣٨٠ ل
- په كابل كې دآزادۍ راډيو دپښتو څانگې كتونكى او خبريال١٣٨١ ل
- د افغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانگې مشر او د دارالانشا وياند ١٣٨١-٨٢ ل
- د افغانستان دوزيرانو شورا فرهنگی سلاکار او د فرهنگي چارو د ادارې ريس ١٣٨٤
- اوس د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رئيس.

په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرگې لپاره دهېواد دليكوالو، شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال ددغې جرگې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت يې پرغاړه درلود.

چاپ شوي اثار :

- مخه ښه او دوه منظومې ١٣٧٦ ل- پېښور
- ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولگه ١٣٧٧ل- پېښور
- هوسۍ منظومه ١٣٧٨ل – پېښور
- ارشاك او اوشاس منظومه ١٣٨٠ل- پېښور
- دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه١٣٨١ ل كابل
- دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ١٣٨١ل- كابل
- كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه١٣٨٢ل- كابل
- دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور
- نه ته می هيره نه وی د شعرونو مجموعه
له ١٢٠ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .
يو شمېر ناچاپ كتابونه هم لري .

که له شاعر او ژورناليست غفور ليوال نه په اوومه سټوډيو کې کوم سوال او ځواب غواړئ نو د دې اوونى په اوومې سټوډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .

د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

د بريښنا ليک پته ده:
[email protected]

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
سندرغاړې زرڅانگې اوومه سټوډيو
سندرغاړې زرڅانگه مو ميلمنه ده.
 سندرغاړې شارون اوومه سټوډيو
هندي سندرغاړې شارون مو ميلمنه وه.
موسيقي پوه استاد رحماني اوومه سټوډيو
پښتو موسيقي پوه استاد رحماني مو ميلمه وو.
شريفه شريفاوومه سټوډيو: ژورناليسته
او کيسه ليکونکې شريفه شريف مو ميلمنه ده
سندرغاړى او کمپوزيتور استاد گل زماناوومه ستوديو: سندرغاړى او کمپوزيتور استاد گل زمان مو ميلمه دى
اوومه سټوډيو: دروحاني دژوند خاطرېاوومه سټوډيو
دروحاني دژوندپه اړه خپلې خاطرې راسره شريکې کړى
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت