|
اوومه سټوډيو: سندرغاړې شارون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شارون د هند د ممبىي (بمبىي) په ښار کې زيږيدلې. د شارون په گمان تر کومه چې په ياد لري له موسيقي سره سر او کار لري او له ماشومتوب نه يې په ښوونځي کې د موسيقي له مضمون سره مينه درلوده. فلمي سندرې يې له راډيو نه اوريدلې او له همهغه وخته يې د خپل آواز په روزلو کې هڅې کړې. په ٢٠٠٠ کال کې چې کله سوىډن ته کډه شوه له خپل کلتور او هندي موسيقي څخه ليرې شوه. شارون وايي يوه ورځ په يوه محفل کې د افغاني سندرغاړو ډلې رانه وغوښته چې سندرې ورسره ووايم او له همهغه ځايه مې له پښتو موسيقي سره سراو کار پيدا شوو. ""زما لمړنۍ پښتو سندره باد صبا نوميده. دغه سندره کبير اميري ما ته رازده کړه او د جاويد شريف لخوا مې په جرمني کې ثبت کړه."" ""لمړى ما ته په پښتو سندرې ويل گران وو خو ډير مشق او تمرين مې وکړ او زما صبر او حوصلې دا کار را ته ساده کړى."" ""هندۍ آشابوسلي مې ډيره خوښيږي. لتا، رفيع، گلناربيگم، قمر گل، نغمه، فرهاد دريا او جاويد شريف زما د خوښې سندرغاړي دي. زما هيله دا ده چې يوه ورځ افغاني سندرې د هندي سندرو په څير په ساده گى سره وويلائ شم."" د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که له سندرغاړې شارون څخه پوښتنې لرى نومخامخ د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ د بريښنا ليک پته ده: |
ورسره تړلي نور خبرونه د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه28 نومبر, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||