|
اوومه سټوډيو : ډاکټر مالک جان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عصبي جراحى په برخه کې د وتلوډاکترانو له ډلې څخه مو ډاکټر مالک جان د اوومې سټوډيو ميلمه و. ډاکټرعبدالمالک ٣٣ کاله وړاندې دخوست په سپيره ولسوالۍ کې نړى ته راغلى دى . وروسته يې دکابل پوهنتون دطب پوهنځى پاى ته رسولى دى. په ٢٠٠٤ کال کې يې دکراچۍ پوهنتون کې نورې زده کړې وکړې اودجناح په روغتون کې يې داعصابو په برخه کې عملي کاروکړ. په ٢٠٠٥ کال کې کابل ته ولاړ اوپه دولتي روغتونونوکې يې دکارشرايط سخت وليدل نو دڅو تنوپه ملتيا يې يوشخصي روغتون جوړکړ. داروغتون بلوسوم نوميږي اودکابل په نوي ښارکې دى. ٨٠ تنه مسلکي اوغيرمسلکي کارکوونکي لري. څه موده وړاندې يې داعصابو داسې عمليات وکړل چې په افغانستان کې يې سارى نه درلود. ډاکټر مالک جان دعصبي جراحى په برخه کې له وتلوډاکترانو له ډلې څخه دى. دى په افغانستان کې لومړنى ډاکټر دى چې مغزي تومورونه يا غدې د جراحي عمل له لارې له منځه وړي .نوموړي تراوسه د ١٨٥ تنو مغزي جراحي کړي ده. دا پروگرام ددې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||