|
اوومه سټوډيو: ستورۍ منگل او مطىع الله رووفى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سينما، تياتر او راډيو ټلويزيون ممثلين ستورى منگل او مطيع الله رووفي مو د اوومې سټوډيو ميلمانه وو. ميرمن ستورۍ منگل ٥٥ کاله د مخه د ننگرهار ولايت کې نړى ته راغلې ده. د بکلوريا په سطح يې زده کړې کړي. په ١٣٥٢ کال کې په راډيو افغانستان کې مقرره شوه او د راډيويي نندارو او د راډيو ډرام د پروديوسر په توگه يې دندې تر سره کړي. ميرمن منگل د سياه موى جلالي، کج راه، او الماس سياه په فلمونو کې يې کار کړى دى. د ميړانه، وياړ، د وطن مور، سپينه ادې او نورو ټلويزيوني نندارو کې هم کار کړى دى. په ١٩٩٢ کال کې پيښورته کډه شوه او دوه کاله وروسته يې د بي بي سي له تعليمي پروژو سره په کار پيل وکړ. د نوي کور نوي ژوند په واډيويي ننداره کې يې لومړى د کونډې او بيا د بس بي بي رولونه لوبول. په ١٩٩٨ کال کې هالينډ ته ولاړه او تر اوسه د اتريخت په ښار کې اوسي. واده يې کړى دى او شپږ ماشومان لري چې درې زامن او درې لوڼې دي . ميرمن منگل د هجرت د فلم پروديوسره ده چې په هالينډ کې جوړ شوى دى. ستورۍ منگل تيرکال د ميرويس خان هوتکي تلويزيوني تياتر جوړولو لپاره افغانستان ته ولاړه. کله چې د دغه تياتر لومړۍ برخه مکمله شوه بيرته هالينډ ته راستنه شوه چې دا دى په همدې اړوند زموږ د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمنه وه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||