BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:43 گرينويچ 2008 ,26 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو: ډاکتر حبيب الله ځدران
ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح `پوه په اوومه سټوديو کې
د اوومۍ سټوديو پروگرام د هرې جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږى
دا اوونۍ ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح `پوه مو ميلمه وه.

ښاغلى ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح پوهنځۍ کارپوه په پکتيا کې زيږيدلى، ابتدايي زده کړې يې د کابل د حبيبې په ليسه او ثانوي زده کړې يې د رحمان بابا په ليسه کې تر سره کړي .

د لوړو زده کړو لپاره دنمارک او هلته يې د ښوونې او روزنې په څانگه کې تر ماسترۍ زده کړې کړي چې وروسته يې د انگلستان د کيمبريج په پوهنتون کې د ماشوم ارواح پوهنې په برخه کې زده کړې کړي او خپله ډاکتري يې د چکوسلواکيا د Charlp له پوهنتون څخه تر لاسه کړي.

وروستى کتاب يې د رنگونو د نړى په نامه پدې وروستيو کې تر چاپ لاندې دى.

د ماشوم د روانشناسۍ په هکله يې دا لاندني آثار چاپ شوي:

- د خوب نړى.
- خپل ماشوم څنگه وروزو.
- د انسان د غړو د حرکاتو ژبه.
- ويجاړونکي ميندې او پلرونه.
- د خپلو وړو خبرو ته څنگه غوږ ونيسو.
- دپريشن يا خفگان څنگه رامينځ ته کيږي.
- د موسکا او خندا تاثير په روح باندې.
- د رنگونو په واسطه درملنه.
- دا نوې ژبه وپيژنه ( د احساساتو ژبه).
- ټول انسانان د خوى او مزاج له پلوه په څلورو ډلو ويشل شوي.

که له ډاکتر حبيب الله ځدران د ماشومانو ارواح نه په اوومه سټوډيو کې کوم سوال او ځواب غواړئ نو د دې اوونى په اوومې سټوډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .

د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

د بريښنا ليک پته ده:
[email protected]

شاعره ثمر اسلمي مو مېلمنه وه. اوومه سټوډيو
شاعره ثمر اسلمي
د المپيک ريس ښاغلى انور جگدلک اوومه سټوډيو
د المپيک ريس ښاغلى انور جگدلک مو مېلمه و
د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
شاعر او ژورناليست غفور ليوال اوومه سټوډيو
شاعر او ژورناليست غفور ليوال او فرهاد دريا
سندرغاړې زرڅانگې اوومه سټوډيو
سندرغاړې زرڅانگه مو ميلمنه ده.
 سندرغاړې شارون اوومه سټوډيو
هندي سندرغاړې شارون مو ميلمنه وه.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت