 | | | په فوټبال کې ارجينټاين برازيل ته د صفرپه مقابل کې په دريو گولونو سره ماته ورکړه |
نن د اولمپيک لوبو په يوولسمه ورځ دوه ويشت لوبې او د شلو طلايی مډالونو لپاره سيالۍ وشوې. د ننيو لوبو په بايسکل او بادوانۍ کښتۍ ځغاسته کې بريتانيا درې طلايي مډالونه وګټل چې په ١٦ طلايي مډالونه يې له چين او امريکا وروسته خپل درېيم ځای ساتلی دی. چين لا تراوسه په ٢٣ طلايي مډالونو د ټولو هېوادونو په سر کې دی، ورپسې امريکا ده چې ٦ طلايی مډالونه يې ګټلي دي. نن په ښځينه جمناسټيک کې د امريکا ١٦ کلنې (شاون جانسن) په خپل وروستي چانس کې د طلايي مډال په ګټلو بريالۍ شوه، له دې مخکې دې د سپينو زرو څلور مډالونه ګټلي وو. د دغې لوبې د سپينو زرو مډال هم د امريکايۍ (ناسټيا ليوکين) په برخه شو، په داسې حال کې چې د برونز مډال بيا د چين (فۍ چنګ) وګاټه.  |   د ننيو لوبو په بايسکل او بادوانۍ کښتۍ ځغاسته کې بريتانيا درې طلايي مډالونه وګټل  |
د نارينه په لوړ ټوپ سيالۍ کې د روسيې (انډرې سيلنوف) طلايي مډال او د سپينو زرو مډال بيا د بريتانيا (جرمين ماسن) وګاته، برونز مډال هم د روسيې د (ياروسلاف ريباکوف) په برخه شو. په جمناسټيک کې د چين (لي شياوپېنګ) د نارينه د متوازي سيالۍ په ګټلو سره د چين د يو ځلانده جمناسټيک لوبغاړي په توګه په تاريخ کې خپل ځان ثبت کړ. لي په بېجېنګ اولمپيک لوبوکې دوه طلايي مډالونه ګټلي، چې د ٢٠٠ کال د سيډني لوبو له دوو طلايي مډالونو سره يې ټول څلور مډالونه کېږي. له لوړې د غوټې وهلو پر لوبه بيا د چين د بري لمن غوړېدلې وه، له (مرغه ځالې) سټېډيم سره څېرمه د (اوبو مکعب) لوبغالي کې د چين (هه چونګ) له درې متره لوړې سپرېنګي تختې نه په غوټې وهلو طلايی مډال وګاټه، تر اوسه په بېجينګ کې د غوټې وهلو ټولې شپږ سيالۍ چين ګټلې دي. په فوټبال کې ناجريا بلجيم ته د يو په مقابل په څلورو ګولونو ماتې ورکولو پايلوبې ته ووتله. د فوټبال په بله لوبه کې ارجنټاين برازيل د طلايي مډال له سيالۍ وايست او د صفر په مقابل کې يې په دريو ګولونو ماتې ورکړه، چې د طلايي مډال لپاره به په پايلوبه کې له نايجريا سره خپل بخت وازمويي. |