BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:38 گرينويچ 2008 ,15 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بيجېنگ المپيک لوبو اوومه ورځ

جمناستيک
امريکايۍ ناستيا ليوکين د جمناستيک په لوبو کې طلايي مډال وگاټۀ .
نن جمعه (د اګست پنځه لسمه) د بېجينګ اولمپيک لوبو اوومه ورځ وه، چې په اووه ويشت لوبو کې د ۱۶ طلايي مډالونو لپاره سيالۍ وشوې.

په دغو لوبو کې غشي ويشتلو، ځغاستې، بېسبال، بډمنټن، باسکټبال، د سمندر غاړې واليبال، پر ليکه بايسکل ځغلول، سوک وهلو، غوټې وهلو، فوټبال، هېنډ بال، هاکي، جوډو، سافټبال، نښه ويشتل، د اس سپرلي، تورې وهلو، لامبو،ټېنېس، ټېبل ټېنېس يا پينګ پانګ، واليبال، هنري جمناسټيک او ځينې نورې سيالۍ وشوې.

نن د نارينه غشي ويشتلو په يو کسيزه لوبه کې د اوکراين وېکټور روبان د سرو زرو مډال او د جنوبي کوريا کيونګ مو پارک د سپينو زرو مډال وګاټه.

د ښځينه کنو ډوله کښتی ځغلولو په سيالۍ کې د سلوواکيا الېنا کاليسکا د سرو زرو مډال او د اسټراليا جاکلين لارېنس د سپينو زرو مډال ګټونکې شوه. د همدې لوبې په نارينه سيالۍ کې هم د سرو زرو مډال د سلوواکيا پاوول او پيټر او د سپينو زرو مډال بيا د چک جمهوريت اوڼډرې سټېپانېک او ياروسلاف وولف په برخه شو.

د اوکرين لوبغاړى
د نارينه په پنځوس متريزه ټوپک نښه ويشتلو کې د اوکراين ارټور ايوازيان د سرو زرو مډال وگاټه

د پر ليکه د بايسکل ځغلولو په سيالۍ کې د بريتانيا درې کسيزې لوبډلې فرانسوي لوبدلې ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه. له خورا ګرمې او مرطوبې هوا سره سره دوی ډېر ګړندي و او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

د ښځو هنري جمناسټيک په يو کسيزه سيالۍ کې بيا د امريکا ناسټيا ليوکين د سرو زرو مډال وګاټه او د سپينو زرو مډال هم د امريکا شوام جانسن په برخه شو.

د نارينه په پنځوس متريزه ټوپک نښه ويشتلو کې د اوکراين ارټور ايوازيان د سرو زرو مډال او د امريکا ماتيو امونز د سپينو زرو مډال وګاټه.

په لامبو کې د امريکا مايکل فېلپس يو ځل بيا وځلېد، ده په دوسه متريزه لامبو کې د سرو زرو شپږم مډال وګاټه، د دغې سيالۍ د سپينو زرو مډال د هنګري د لاسزلو چه په برخه شو. دغه راز د نارينه د شا په لور په دوسوه متريزه لامبو کې د سرو او سپينو زرو مډالونه د امريکا رايان اوچېټ او آرون پيرسول په برخه شول.

د ښځو هنري جمناسټيک په يو کسيزه سيالۍ کې د امريکا ناسټيا ليوکين د سرو زرو مډال وګاټه

د ښځينه سياليو په ازاده سل متريزه لامبو کې د سرو زرو مډال د المان برېټا سټېفېن او د سپينو زرومډال د اسټراليا ناټالي ګوفلين وګاټه، او د سينې وهلو په دوسوه متريزه لامبو کې د امريکا رېبېکا سوني د سرو زرو مډال او د اسټراليا ليزل جونز د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ.

د ښځو په ۷۵ کيلو ګرامه وزن پورته کولو کې د چين څاو لۍ د سرو زرو او د قزاقستان الا واجينينا د سپينو زرو مډالونو ګټونکې شوې.

نن د اولمپيک په اوومه ورځ هم چين په ۲۶ طلايي مډالونو او ټولو ۴۱ مډالونو لومړی، د امريکا متحده ايالاتو په ۱۴ ‌طلايي مډالونو او ټولو ۴۶ مډالونو دوهم او المان په ۸ طلايي مډالونو او ټولو ۱۴ مډالونو درېيم ځای نيولی دی. ورپسې جنوبي کوريا ده چې شپږ ‌طلايي او ټول ۱۸ مډالونه يې ګټلي. بيا ایټاليا او جاپان راځي چې هر يو يې شپږ شپږ طلايې مډالونه ګټلي او ورپسې اسټراليا ده چې پنځه طلايي مډالونه لري.

مډالد بېجينګ اولمپيک لوبې
شپږمه ورځ
د بېجينګ اولمپيکد بېجينګ اولمپيک لوبې
پنځمه ورځ
د اولمپيک لوبېد بېجينګ اولمپيک لوبې
څلورمه ورځ
د بېجينګ اولمپيک لوبود بېجينګ اولمپيک لوبې
درېيمه ورځ
د بېجينگ د اولمپيک لوبې د بېجينگ اولمپيک لوبې
لومړنۍ ورځ
انځورونه انځورونه: دويم البوم
د اولمپيک لوبو د پرانستنې مراسم
د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت