BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:21 گرينويچ 2008 ,14 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بېجينګ اولمپيک لوبو پنځمه ورځ

د چين د جمناستيک لوبډله
نن (١٣ اگست) چين په اووه لسو طلايي مډالونو او ټولو ٢٧مډالونو لومړی دى
نن چهار شنبه (د اګست ديارلسمه) د بېجينګ اولمپيک لوبو پنځمه ورځ وه، چې په اووه ويشت لوبو کې د ١٦ طلايي مډالونو لپاره سيالۍ وشوې.

په دغو لوبو کې غشي ويشتلو، بېسبال، بډمنټن، باسکټبال، د سمندر غاړې واليبال، بايسکل ځغلول، سوک وهلو، غوټې وهلو، فوټبال، هېنډ بال، هاکي، جوډو، سافټبال، نښه ويشتل، د اس سپرلي، تورې وهلو، لامبو،ټېنېس، ټېبل ټېنېس يا پينګ پانګ، واليبال، هنري جمناسټيک، وزن پورته کولو، غېږې نيولو او ځينې نورې سيالۍ وشوې.

نن د نارينه په بايسکل ځغلولو کې د سويټزر لنډ فابيان کانسلارا د سرو زرو مډال او د سويډن ګوسټاو لارسن د سپينو زرو مډال، د ښځو په بايسکل ځغلولو کې کريسټين ارمسټرانګ د سرو زرو مډال او د بريتانيا اېما پولي د سپينو زرو مډال وګاټه.

له درې متريزې سپرېنګي تختې نه د غوټې وهلو په نارينه سيالۍ کې د چين وانګ فنګ او چين کای د سرو زرو مډال او د روسيې ډيميټري ساوټين او يوري کوناکوف د سپينو زرو مډال وګاټه.

تراوسه د ټول طلايي مډالونو شميره
د چين جمناستيک لوبغاړې
چين : ٢٧
د امريکا متحده ايالات: ٢٩
جنوبي کوريا: ١٣
المان : ٩
ايټاليا: ٤
اسټراليا: ٤
جاپان : ٤

د تورې وهلو په نارينه يو کسيزه سيالۍ کې د المان بېنجامين فيليپ کليبرينک د سرو زرو مډال او د جاپان يوکي اوټا د سپينو زرو مډال ګټونکی شو. د همدې لوبې د ښځو په يو کسيزه سيالۍ کې د المان بريټا هيډزمان د سرو زرو مډال او د رومانيا انا ماريا برانزا د سپينو زرو مډال وګاټه.

د ښځو په هنري جمناسټيک کې بيا د چين لوبډلې د سرو زرو مډال او د امريکا لوبډلې د سپينو زرو مډال وګاټه.

په جوډو کې د سړيو په ٩٠ کيلو ګرامه سيالۍ کې د ګورجستان ايراکلي څيرېکيډزې د سرو زرو مډال او د الجزاير عمار بن خلف د سپينو زرو مډال ګټونکی شو. د همدې لوبې د په ښځينه ٧٠ کيلو ګرامه سيالۍ کې د جاپان ماسای اوېنو د سرو زرو مډال او د کيوبا انايسي هرنانډېز د سپينو زرو مډال وګاټه.

د تومانچې د ٢٥ متريز واټن د نښه ويشتلو په ښځينه لوبه کې د چين چن يينګ د سروزرو مډال او منګوليا مونخبايار ډورجسورن د سپينو زرو مډال ګټونکی شو.

په لامبو کې د امريکا مايکل فېلپس وځلېد، ده دوسه متريزه پتنګ لامبو کې د سرو زرو د پنځم مډال په ګټلو تاريخي ريکارډ جوړ کړ، د دغې سيالۍ د سپينو زرو مډال د هنګري د لاسزلو چه په برخه شو.

دغه راز د ښځو په دوه سوه متريزه ازاده لامبو کې د ايټاليا فېډېرېکا پېلېګريني د سرو زرو مډال او د سلو وېنيا سارا اساکويچ د سپينو زرو مډال وګاټه. د ښځو په دوه سوه متره يو کسيزه لوبه کې د استراليا سټېفاني رايس د سرو زرو مډال او د زېمبابوې کريسټي کونټري د سپينو زرو مډال وګاټه.

بايسکل چلوونکى د سويټزر لنډ فابيان کانسلارا د سرو زرو مډال او د سويډن ګوسټاو لارسن د سپينو زرو مډال سره
 د ښځو په يو کسيزه بايسکل سيالۍ کې د المان بريټا هيډزمان د سرو زرو مډال وگاټه

د نارينه په ٧٧ کيلو ګرامه وزن پورته کولو کې د جنوبي کوريا جايهيوک سا دسرو زرو مډال او د چين لي هونګ لي د سپينو زرو مډال وګاټه. بيا د ښځو په ٦٩کيلو ګرامه وزن پورته کولو کې د چين ليو چونهونګ د سرو زرو او د روسيې اوکسانا سليونکو د سپينو زرو مډالونو ګټونکې شوې.

د نارينه په ٦٦ کيلو ګرامه روماني غېږه نيونه کې د فرانسې سټيو ګوېناټ د سرو زرو مډال او د قيرغزستان کنات بېک بګاليېف د سپينو زرو مډال وګاټه. د همدې لوبې په ٧٤ کيلو ګرامه سيالۍ کې بيا د ګورجستان منوچار کويرکېليا د سرو زرو مډال او د چين چانګ يونګشيانګ د سپينو زرو مډال وګاټه.

نن د اولمپيک په پنځمه ورځ هم چين په اووه لسو طلايي مډالونو او ټولو ٢٧مډالونو لومړی، د امريکا متحده ايالاتو په ١٠‌طلايي مډالونو او ټولو ٢٩ مډالونو دوهم او جنوبي کوريا په شپږو طلايي مډالونو او ټولو ١٣مډالونو درېيم ځای نيولی دی.

ورپسې المان دی چې شپږ ‌طلايي او ټول نهه مډالونه يې ګټلي او بيا ايټاليا، اسټراليا او جاپان راځي چې هر يو يې څلور څلور طلايې مډالونه ګټلي دي.

د اولمپيک لوبېد بېجينګ اولمپيک لوبې
څلورمه ورځ
د بېجينګ اولمپيک لوبود بېجينګ اولمپيک لوبې
درېيمه ورځ
د بېجينگ د اولمپيک لوبې د بېجينگ اولمپيک لوبې
لومړنۍ ورځ
انځورونه انځورونه: دويم البوم
د اولمپيک لوبو د پرانستنې مراسم
د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت