|
د بېجينګ اولمپيک لوبو اتمه ورځ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بېجنگ د المپيک لوبو په اوومه ورځ، چې د المپيک لوبو يوه ډېر بوخته ورځ وه، په ټوليز ډول په ٢٥ لوبو کې سيالۍ وشوې، او لوبغاړو د ٢٩ مډالونو د خپلولو هڅې کولې . په دغو لوبغاړو کې امريکايي لوبغاړي مايکل فلپس طلايي اووم مډال هم ترلاسه کړ ، چې له خپل سيال مارک اشپيتز سره يې خپل ځان يو برابر کړ . په دغه ورځ د لوبو مهمې پايلې پله لاندې ډول وې : د نارينه وو انفرادي ټنيس صربستاني نواک جاکوويچ خپل امريکايي سيال جيمز بليک ته په ٦-٣، ٧-٦ ماتې ورکړه . د ښځينه وو د نيمه پايلوبو د انفرادي ټنيس لوبه روسي لوبغاړې دينارا سافينا خپلې چينايۍ سيالې لي نا ته (7-6، 7-5). ماتې ورکړه . د نارينه وو يو پر څلور وروستى فوټبال برازيل ٢- کامرون صفر نارينه باسکټبال د (الف) ډله روسيه ٨٠ – اسټراليا ٩٥ د (ب) ډله يونان ١٠٢ – انگولا ٦١ د لوبو جدول له دې ځايه ليدلى شئ د نارينه وو واليبال د (الف) ډله ايټاليا ٣- بلغاريا صفر د (ب) ډله سربستان ٣- جرمني ١ |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||