|
دڅړځايونوشخړې نوې ادعاوې راپورته کړي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه څه چې د ميدان وردکو په ولايت کې د کوچيانو له خوا پر هزاره توکمو بريد بلل کيږي ،نوې ادعاگانې په کې راپورته شوي دي . په کابل کې يوې ډلې د کوچيانو دسيال لوري ددفاع لپاره يوه غونډه رابللې اوادعايې وکړه چې په زرگونو هزاره توکمي د کوچيانو له خوا ليږدلو ته اړوتلي دي . خو د کوچيانو استازي دغه ادعاوې ردوي . دغه شخړه د څړځايونو پر سر راپورته شوه چې دواړه غاړې يې د څښتنولۍ ادعا کوي . ددغو وسله والو نښتو د مرگ ژوبلې کره شمېرې نه دي څرگندې خو ويل کيږي چې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او يو شمېر نور بېدرکه دي . دميدان وردک په ولايت کې دا شخړه ښيي چې دمځکې پر سر جگړه په دې هيواد کې د ناکراريو نوې څپه ده . کوچيان تل ادعا کوي چې د هغو څړځايونو خاوندان دي چې دهيواد د پخوانيو واکمنو له خوا د افغانستان په بيلابيلو برخو کې ددوى په موسمي مېنو او دغرونو په لمنو کې په تلپاتې ډول ورکول شوي دي . خو د سيمې خلک د کوچيانو ددغې ادعا منلو ته چمتو نه دي . په کابل کې يوه ډله چې هزاره توکمو پورې يې اړه درلوده او ځان يې د خلکو د حريم د ساتنې کميټه بلله – ادعا وکړه چې دکوچيانو د يرغل په ترڅ کې ٢٠ زره کورنۍ له سيمې څخه بېځايه کيدو ته اړوتلي دي . ددغې کميټې يو تن قربانعلي فصيحي د کابل د ولايتي شورا غړى دى.ده خبريالانو ته يو لړ شمېرې ورکړې : (( په يوه وينا ٢٠ زره انسانانو خپلې اقتصادي سرچينې له لاسه ورکړي دي . ځاني زيانونه چې رسيدلي دي –تر اوسه له دوو څخه تر دريو پورې کسان وژل شوي دي او دولس نور ټپيان دي . که څه هم کومې خپلواکې سرچينې ددغو شميرو پخلى نه دى کړى خو د کوچيانو له خوا هم د يو لړ ځاني زيانونو شميرې ورکړل شوي دي . د کوچيانو يو مشر حاجي خان کاکوزى چې اوس په کابل کې دى ، د ښاغلي فصيحي ادعا بې بنسټه وبلله او پر سيال لوري يې تور ولگاو چې يوتن کوچى يې وژلى اوڅلور تنه کوچيان ددغې شخړې په لړ کې بې درکه شوي دي : د کوچيانو او د هزاره توکمو ترمنځ نښتو پر افغان دولت هم نيوکې راپورته کړي دي . خو دولتي چارواکي وايي چې د يو کميسون له لارې يې ددواړو غاړو ترمنځ د شخړې د اوارولو هڅه کړې ده او تمه لري چې ډير ژر به دغه لانجه اواره شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د بلخ په ولايت کې د مځکې لاندې کولو دعوه وشوه26 مارچ, 2006 | خبرونه کوچيان کولي شي چې د هېواد په هر ځاى کې رايې ورکړى07 سپتمبر, 2005 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||