BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:42 گرينويچ 2005 ,07 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کوچيان کولي شي چې د هېواد په هر ځاى کې رايې ورکړى
News image
د کوچېانو د ټولو کانديدانو نومونه او عکسونه په ېوې پاڼې کې خپاره شوې دي
په افغانستان کى د ټاکنو گډ دفتر واېې کوچېانو ته دغه اسانتېاوي ځکه برابري شوې دي دي چې دوي د هستوگني داېمې ځاى او سېمه نه لري او تل په خوځښت او کوچېدو کې دي .

په دودېز ډول کوچېان په پسرلې او دوبې کې د افغانستان شمالې او مرکزي سېمو ته او په مني او ژمي کې د هېواد ختېځواو سوېلي ولاېتو ته کوچېږې او ځاى په ځاى کېږې .

د ټاکنو په گډ دفتر کې د کوچېانو استازي ېوسف صابر واېې ، په دي خاطر چې د هغوي د کوچېدو له کبله راېې ېې ضاېع نه شي، نو په وېناېې چې دوي کولي شي د وږي په اويشتمه نيټه د افغانستان په هر ولاېت کې چې وي ، هملته دوېته ته د راېو په بېلو شوو مرکزونو کې خپلي راېې وکاروي .

دښاغلى صابر په وېنا په همدې موخه د کوچېانو د ټولو کانديدانو نومونه او عکسونه په ېوې پاڼې کې خپاره شوې دي چې کوچېان کولې شي ، هرچېرې او پخپل هرمرکز د خپلي خوښي کاندېد ومومي اوخپلي راېې ورته ورکړي .

خو دا پداسي حال کې ده چې د افغانستان نور عادي وگړي دغه اسانتېاوي نه لري . د ټاکنو د قانون له مخي له کوچېانو پرته ، نور راېې ورکووني په هغه ولاېت کې خپلي راېې کارولي شي چې د راېې اچووني کارتونه ېې ترلاسه کړې دي .

په ولسي جرگې کې د کوچېانو لپاره لس څو کې بېلي شوې دي چى درې ېې بېا د کوچېو ښځو لپاره دي . خو کوچېان پر دغو څو کېو قناعت نه لري او واېې د وگړو د شمېر په انډول په دي برخه کې ېي حقونه تر پښو لاندي شوې دي .

که څه هم چې د کوچېانو د وگړو دقېق شمېر نه دى څر گند ، خو څه باندي پنځه سو ه زرو کو چېانو د راېې اچووني کارتونه اخېستي دي چې کوچېانو ته به په شپاړس سوو ځانگړو مر کزونو او څانگو سر بېره ،و کولي شي چې د افغانستان د مختلفو سېمو د عادي مرکزونو په څه باندي شپږ سوو څانگو کې هم خپلي راېې وکاروي .

افغان کو چېانو چې د تېرو دوو لسېزو په جگړو کې خپل هرڅه له لاسه ورکړي او د ښووني او روزني ، روغتېتا او داېمې مېشتېدو له سختو کړاو نو سره لاس او گرېوان دي ، هېله لرې چې په ولسي جرگۍ کې به ېې استازي وکولي شي چې د کوچېانو د حقونو د خوندي کولو لپاره اغېز مني هلي ځلي وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت