BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بلخ په ولايت کې د مځکې لاندې کولو دعوه وشوه

مزار شريف
ه مزار شريف کې مظاهره کوونکي وايي که د دوى سوله ييزه غوښتنه ونه منله شوه نو نورو چارو ته به لاس واچوي
د بلخ ولايت يو شمير اوسيدونكو ادعا كړې چې دولت يې ځمكې په زوره نيولي دي . د دغو خلكو شمير چې لسګونو تنو ته رسيده په يوه سوله ييزه اعتراضي غونډه كې ګډون وكړ او له چارواكو يې وغوښتل چې سلګونو جريبه ځمكه يې بيا وروګرځوي .

د بلخ په ولايت كې د استوګنې د ځمكو ويش د خلكو له نيوكو سره مخامخ دى .

ادعا كونكي د مزار شريف د ښار د قزل اباد د سيمې اوسيدونكي دي . د دوى زياتره برخه هزاره توكمي جوړوي .

د دغو خلكو ادعا داده چې ملكيت يې د ښار په ختيځ كې د (( شهر نو )) نومې پروژې د بشپړولو لپاره د دولت له خوا ځينې ځايي خلكو ته د استوګنې كورونو د جوړولو لپاره ويشل شوي دي . له ادعا كونكو څخه يو تن وويل .

(( دا يو ډول زورواكي ده چې له پوښتنې پرته د خلكو په ځمكه كې د شهر نو د ښار يا د پوهنتون د نوې ودانۍ بنسټ ږدي )) .

ددغو خلكو ټينګار دادى چې د كلونو كلونو راهيسې د دغې سيمې اسناد لري او ګواښنه يې وكړه چې كه دولت يې حقوق ور ونه ګرځوي د خپلو ځمكو د تر لاسه كولو لپاره به هلې ځلې نورې هم زياتې كړي .

خو دولتي چارواكي وايي چې د دغې سيمې زياتره ځمكې دولت پورې اړه لري او كه څوك قانوني سند ولري هغوى ته به د وزيرانو د جرګې له پريكړې وروسته د اړوندې ځمكې بيه وركړل شي .

د مزار شريف ښاروال محمد يونس مقيم وويل چې په دې سيمه كې ٦٠٠ جريبه ځمكه د بلخ پوهنتون د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده او زياته يې كړه چې دغه سيمه د ٧٠ ١٣ لمريزې لسيزې په لومړيو كې د دولت ملكيت ته كښيوتې ده خو نور جزييات يې ور نه كړل .

ښاغلي مقيم زياته كړه چې له دې سره سره كه څوك قانوني اسناد ولري د افغان دولت د جيګ پوړو چارواكو له پريكړې څخه وروسته به يې حقوق بيا وروګرځول شي .

د بلخ ولايت مركز مزار شريف يو له هغو ښارونو څخه دى چې د جګړو په لسيزو كې د بيلا بيلو سيمه ييزو قومندانانو او د وسله والو ډلګيو د مشرانو تر ولكې لاندې پاتې شوى دى .

د مزار شريف د ښاروالۍ د چارواكو په وينا هرې ډلې يې په خپل وار ملاتړو ته دولتي او شخصي جايدادونه په ناقانونه ډول د واك پر مهال ويشلي دي چې اوسنيو دولتي چارواكو ته يې سر خوږى جوړ کړى دى .

يو شمير سيمه ييز خلك بيا په دغه ولايت كې د پخوانيو وسله والو ډلګيو د ځينې مشرانو او چارواكو تر منځ د شته اختلافاتو يو لامل همدا د جايدادونو او ځمكو نا انډوله ويش بولي او هر ه ډله د هغو اسنادو په ملاتړ لاسونه پورته كوي چې د جګړو په لسيزو كې يې د واك پر مهال خپله لاسليك كړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت