BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2007 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکرنې پر پراختيا سلگونه مليون ډالر لگول کېږي

افغان کرنه
چارواکي وايي سږ کال به افغانستان د نيم ميليارد ټنه غنمو واردولو ته اړتيا ولري په داسې حال کې چې تېر کال يې ١،٢ ميليون ټنه داړتيا وړ غنم له نور هېوادونو وارد کړي و
دافغانستان دکرنې وزارت وايي په روان کال کې به په کرنيز ډگر کې سلگونه ميليونه ډالره ولگيږي چې غټه برخه يې د مرستندويه هېوادونه لخوا ورکول کېږي او مصرفېږي.

ددغه هېواد دکرنيز ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې ټولټال دوه نيم ميليارد ډالره د افغانستان د کرنې پراخولو او عصري کولو ته په پام کې نيول شوي چې د اوبو دڅولويو بندونو او کانالونو جوړول هم پکې راځي.

د کرنې وزير عبيدالله رامين شويو بارانونو ته په اشارې سره وويل چې سږ کال به افغانستان څه باندې نيم ميليارد ټنه غنم له بهره را وارد کړي په داسې حال کې چې تېر کال ١،٢ ميليون ټنه داړتيا وړ غنم له نور هېوادونو راوړل شول.

سږکال افغانستان څه باندې شپږ ميليون ټنه غلې دانې ته اړتېا لري چې ټاکل شوې څه باندې پنځه نيم ميلون ټنه يې په کور دننه تر لاسه شي . په روان کال کې په کرنيزه برخه کې د افغان دولت او مرستندويه هېوادونو نژدې ٥٠٠ ميليون ډالره لگول به د ډېرو په باوردافغانستان دکرنيزو محصولاتو کچه ډېره اوچته کړي .

د دغو مرستو غټه برخه به دامريکې او برتانيې په گډون يو شمير نور هېوادونه د کرنې پر پراختيا، څېړنې، داوبو پر تنظيم او پر بازارموندنې ولگوي . د افغان دولت د پلان سره سم به په پنځو کلونو کې دوه نيم ميليارد ډالره دافغان بزگرو او دافغانستان دکرکېلې په ښه والي مصرف شي.

ويل کيږي چې ددغو ميلياردونو ډالرو په لگېدو سره به په افغانستان کې تر ډېره بريده کرکېله له عنعنوي سيستم څخه را بهر شي. په تېر ژمي او روان پسرلي کې شويو بارانونوته په کتو سره دافغانستان دکرنې وزيرعبيدالله رامين باورلري چې د تېر کال په پرتله به کمه اندازه غنم له بهره را وارد کړي.

د کرنې وزير وويل: ''د افغانستان دغلې اړتيا 6.1 ميليون ټنه ده ، چې زموږ د وړاندوينې سره سم به 5.6 ميلون ټنه په خپله توليد کړو. موږبه سږکال يوازې ٥٢٦٠٠٠٠٠ ټنه غنم له بهره را وارد کړو ، په داسې حال کې چې تېرکال مو يو اشاريه دوه ميليون ټنه غنم له بهره وارد کړل.

٩٠ په سلو کې پر ځان بساينه
 ''د افغانستان دغلې اړتيا 6.1 ميليون ټنه ده ، چې زموږ د وړاندوينې سره سم به 5.6 ميلون ټنه په خپله توليد کړو. يانې سږ کال موږ ٩١ په سلو کې خوراکي مصونيت لرو او دا په کرنيز ډگر کې ستر پرمختگ دى.
د کرنې وزير عبيدالله رامين

نو ويلى شو چې سږکال ٩١ په سلو کې خوراکي مصونيت لرو او دا په کرنيز ډگر کې ستر پرمختگ دى، خو که يو ميليون افغان کډوال له بهره خپل هېواد ته راستانه شي نو هغه مهال به نژدې ٢٠٠٠٠٠ ټنه نورې غلې ته هم اړتېا ولرو چې له بهره يې را وارد کړو.''

دغنمو د ډېر والي لامل دغنمو د کرکيلې، د اصلاح شويو کرنيزوتخمونو او اوبو زياتوالي او تنظيم ښوول کيږي. افغان چارواکي وايي د اوبو د تنظيم د لسگونو لويو او وړو کانالونوپه رغېدو سره به سلگونو زره هکتاره ځمکې ته کافي اوبه برابرې او دغنمو په گډون به دکرنيزو محصولاتو په کچه کې زېاتوالى راشي.

دکرنې وزير په وينا په تېرو پنځو کلونو کې دکرنې په برخه کې هر کال تر لس فيصده زيات پرمختگ راغلى چې دده په ټکو دا مهال دافغانستان دملي عوايدو ٦٠ په سلو کې له کرکېلې څخه تر لاسه کيږي.

افغان چارواکي وايي په دغه هېواد کې د بېکارۍ د کموالي تر ټولو ښه لاره په کرنيزه برخه کې دخلکو لپاره دامکاناتو برابرول او ددوى دمحصولاتو لوړول او اخيستل دي.

ويل کيږي چې د افغانستان تر ٨٠ په سلو کې خلک له کلونو کلونو راهېسې دکرنې په برخه کې په پخواني سيستم کار او کرکيله کوي. دافغانستان دکرنې عصري کول بې له شکه چې ميلياردونو ډالرو او کلونه کلونه وخت ته اړتيا چې د چارواکو په وينا ددغې چارې د تر سره کولو لپاره يې خپلې هڅې پيل کړې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت