BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:35 گرينويچ 2007 ,24 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د اوبو زيرمې او کچه معلوموي

اوبه
افغان چارواکي وايي په ٢ کلونو کې به دافغانستان په ټولو سيندونو د اوبو مالوماتو په سلگونو دستگاوې ولگول شي .
له ٢٧ کلونو وروسته يو ځل بيا دافغانستان د سيندونو د اوبو دمعلومولو هڅې پيل شوي .
افغان چارواکي وايي په ٢ کلونو کې به دافغانستان په ټولو سيندونو د اوبو مالوماتو په سلگونو دستگاوې ولگول شي .
ددغو ماشينو د لگولو لپاره د برېښنا وزارت ٦ ميليون ډالره لگوي او دکار چارې يې يوې امريکايي کمپنۍ ته وسپارل شوې .
دغه چاره به له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې دافغانستان د سېندونو داوبو وړتيا او کچه جوته کړي او د بريښنا دستروبندونو دجوړولو لپاره عملي گامونه پورته کړي .
دا مهال افغان حکومت ددغه هېواد پر سيندونو د بندونو دجوړولو په برخه کې دداسې معلوماتو د نشتوالي سره مخامخ دى چې له مخي يې پر سيندونو د بريښنا او اوبه خور بندونه جوړ کړي .
د سيندونود اوبود سنجولو دغه نوي ماشينونه به له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې دافغانستان دسيندونو داوبو کچه کړي .
د اوبو او بريښنا وزير اسماعيل خان چې په کابل کې يې ديوې امريکايي کمپنۍ سره ددغو دستگاو دلگولو تړون لاسليک کړ وويل چې ٢ کاله وروسته به دوى ددغه هېواد داوبو په اړه پوره معلومات ولري .
ده زياته کړه . ((ددغو دستگاو په لگېدو سره به موږ کره شمير ترلاسه کړو چې دافغانستان داوبو دمهارولو لپاره منظم پلانونه جوړاو دخپلو اوبو څخه سمه گټه پورته کړو))
د بريښنا وزير باور لري چې په دغه هېواد کې داوبو په مهارولو سره به اويا په سلو کې بيکاري کمه ، دکرنې او صنعت په برخه کې به توليدات ډېر اوچت شي .

افغانستان چې په وچه کې پروت هېواد دى په غرونو او درو کې څپڅپانده موسمي سيندونه لري چې ډير يې گاونډيو هيوادونو ته بهيږي .

 ددغو دستگاو په لگېدو سره به موږ کره شمير ترلاسه کړو چې دافغانستان داوبو دمهارولو لپاره منظم پلانونه جوړاو دخپلو اوبو څخه سمه گټه پورته کړو
اسماعيل خان

د بريښنا وزارت د رپوټونو پر اساس افغانستان د ابو ٧٥ مليون متر مکعب زېرمې لري چې يوازې له دريمې برخې څخه يې گټه پورته کيږي .
په دغه کرنيز هېواد کې دامهال په سلگونو زره هکتاره ځمکې ته اوبو نه رسيږي او يوازې ١٥ په سلو کې اوسېدونکي يې بريښنا ته لاس رسى لري .
پر سيندونو داوبو سنجولو دماشينونو په فعالېدو سره به حکومت ددې وړتيا تر لاسه کړي چې په افغانستان کې د بريښنا د سترو بندونو د جوړولو لپاره د پانگونې او کار زمينه برابره کړي .
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت