BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:17 گرينويچ 2007 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د پستې ځنگلونه بيا رغوي

پستو
د بادغيس ولايت په ٩٠ زره هکتاره ځمکه کې د پوستو ځنگلونه دي
افغان حکومت په ناقانونه توگه د پستو د بوټو د پرې کولواو بېوخته د پستې د ټولولو د مخنيوي په موخه يوه پروژه پيل کړى دى .

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي ددغې پروژې تر مخه به د بادغيس په ولايت کې د پستو د طبعي ځنگلونو د ساتني ترڅنگ د پستې نوې بوټې هم کښينول شي .

د بادغيس ولايت په ٩٠ زره هکتاره ځمکه کې د پوستو ځنگلونه دي چې په کال کې ترې شاوخوا ٢٠٠٠ ټنه پسته لاس ته راتله .

خو په وروستيو څه باندې دوه لسيزو کې د يو شمير خلکو د ناوړه چلن او وچکاليو له کبله دغه ځنگلونه سخت زيانمن شوي دي .

د پستې دغه ځنگلونه د افغانستان د شمال ختيځ او لويديځو برخو په شاوخوا ٤٥٠ زره هکټار ه ځمکه کې پراته دي چې ٩٠ زره يې د بادغيس په ولايت کې دي .

خو څنگه چې د کرنې او مالدارۍ وزارت وايې د جگړو د کلونو ناخوالو ، ډيرى دغه ځنگلونه زيانمن کړي دي .

له سيمې څخه د راغلو راپورونه تر مخې سيمه ييز خلک او يو شمير زورواکان اوس هم په ناقانونه توگه د پستو د بوټو پرې کولو او بې وخته د پستو ټولو ته دوام ورکوي .

خو د کرنې او مالدارۍ وزير عبيداله رامين وايي تر دې وروسته به له دغه ډول کسانو سره جدي چلن وشي .

دابه تعقيب کړم چې چيرې او چا د دولت د فرمان په خلاف په ناقانونه توگه پسته ټوله کړي ده .

په دې اړه مې د کورنيو چارو له وزير سره هم خبرې کړي دي . زه باور لرم چې دغه کسان به ومومو .

د پستو له ځنگلونو سره ناوړه چلند ، د پستو پر محصولاتو ناوړه اغيز کړى چې له کبله يې له دې لارې حکومت ته راتلونکي عوايد يې هم کم کړي دي .

د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ددغې پروژې په پلي کولو سره به له دينه وروسته د پستو د ځنگلونو ساتنه کيږي او چاته به اجازه نه ورکول کيږي چې له پخيدو مخکې پسته ټوله کړي .

خو ښاغلي رامين له خلکو هم غواړي چې د پستو د ځنگلونو په خوندې کولو کې د سيمه ييزو حکومتي ادارو سره همکاري وکړي .

د سلگونو زرو ډالرو په ارزښت ددغې پروژې د پلي کولو يوه موخه دا هم ده چې په هغو سيمو کې چې د پستې بوټې يې وچې شوي ، نوي بوټي کښينوي .

که څه هم چې د پستو د ځنگلونو د خوندې ساتو لو لپاره ښايې چې دابه هم يو گټور گام وي ، خو د ځنگلونوکارپوهان وايې چې په ټوله کې په افغانستان کې د ځنگلونو د ساتولو لپاره ، د اوږد مهالو پروژ او پلانونو پلي کولو ته اړتيا ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت