BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:50 گرينويچ 2007 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې ستر ٥ستوريز هوټل جوړېږي

د نوي جوړېدونکي هوټل نوم نښه
د هوټل دجوړولوکار به په دوو مياشتو کې پيل او ټاکل شوې چې په دوو کلونو کې بشپړ شي
د افغا نستان په پلازمېنه کابل کې د ٨٠ ميليونه ډالرو په لگښت يو پرمختللي پنځه ستوريز هوټل جوړيږي. دغه هوټل داوپيک په نوم د امريکايي سوداگرو يو شرکت جوړوي .

دماريوت هوټل دجوړولود تړون دلاسليک پروخت په کابل کې افغان چارواکو دا گام په دغه هېواد کې د پانگونې د نوي ورۀ د پرانيستو په توگه ياد کړ.

دهوټل د جوړولو کار به په دوو مياشتو کې پيل او ټاکل شوې چې په دوو کلونو کې بشپړ شي. افغان حکومت وايي له دې لارې به دوى هرکال په ميليونونو ډالره عايد تر لاسه کړي.

دا په افغانستان کې د هوټلونو دجوړولو په ډگر کې تر ټولو ستره پانگونه ده چې بهرني پانگوالو ورته ملاتړلې.افغان چارواکي دماريوت په نامه ددې پنځه ستوريزهوټل ودانول د بهرنيو پانگوالو، سوداگرو او سيلانيانو د راجذبولو په برخه کې مهم گام بولي.

د نوي هوټل دجوړونې چارې به په څو اونيو کې پيل اوټاکل شوې چې په څه باندې يو نيم کال کې بشپړې شي. دغه لسگونه ميليونه ډالره پانگونه د اوپيک په نوم دامريکايي پانگه والو يو شرکت کوي .

د نړېوال ماريوت په نوم دغه هوټل د کابل دهوايي ډگر پر لويه لاره د پلازمېنې په زړه کې جوړيږي .

په افغانستان کې د پانگونې څخه د ملاتړ د ادارې مشر عمرزاخېلوال دغه هوټل د افغانستان د اقتصادي او امنيتي پرمختگ په برخه کې ډېر مهم وباله .

په کابل کي ٥ستوريز هوټل
په کابل کې دمگړۍ هم پنځه ستوريز هوټلونه شته، خو ويل کېږي چې ماريوت به تر ټولو پرمختللى وي

هغه وايي: ''په دغې پانگونې سره به توريستان افغانستان ته راشي. بهرني پانگوال به وهڅيږي چې دلته پانگونه وکړي . ددغه هوټل په جوړيدو کې به شاوخوا ٥٠٠ کسانو ته کارونه پيداشي او ٢٧٠ نوروافغانانو ته به وروسته دايمي کارونه برابرشي. هوټل به هرکال په ميليونونو ډالره عايد دولت ته ورکوي.''

پنځوس کاله وروسته به دغه هوټل افغان دولت ته سپارل کيږي ، خو په دغه موده کې به ماريوت هوټل دافغانستان دمالياتو د قانون له مخې خپل شل په سلو کې عايدات دولت ته سپاري چې ويل کيږي ميليونونو ډالرو ته به ورسيږي .

دغه جوړېدونکى هوټل به د اوسېدلو څه باندې ٢٠٠ خونې او نورې اړينې اسانتياوې ولري چې په نړيوال معيارونه به برابر وي .

چارواکي په کابل کې د سيرينا هوټل ته په کتو سره داسې وايي چې په افغانستان کې دسترو پرمختللو هوټلو درلودل ډيره گټه لري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت