BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:06 گرينويچ 2005 ,09 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې د پنځو ستوريو نوى هوټل جوړ شو

نوى هوټل
نوى هوټل د کابل هوټل پر ځاى جوړ شوى چې ٣٥ ميليونه ډالر پرې لگيدلي دي .
ښايي دهرهغه چا لپاره چې، د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سرينا په نامه ددغه نوي هوټل په د روازه پښه ږدي د هوټل ښکلا پاکوالي او نظم ورته د حيرانتيا خبره وي.

د هوټل ساتونکي لا په هماغه لومړۍ دروازه کې په منظم يونيفورم او له درناوي نه په ډکو حرکتونو سره تر سترگو کيږي.

د کابل په زړه کې له گڼي گوڼې نه په خورا ډکې سيمه کې پردغه نوي هوټل ٣٥ ميليونه امريکايي ډالره لگيدلي دي.

ددې پايله د انجنيرۍ له اړخه د ډيرو په زړۀ پورو دالانونو او د خوب د داسې فيشني خونو رامنځ ته کيده دي چې، تر دامهاله يې په دې ښا رکې سارى نه درلود.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى پخپله ددغه هوټل د پرانستو مراسموته ورغلى و.

ولسمشرپه خپله وينا کې، دسرينا د هوټل دغه ډول عصري سمبالښت د هيواد په پلازمينه کې د بهرنۍ پانگونۍ يوه بريالۍ بيلگه وبلله.

ولسمشر کرزي وويل :

(( د کابل د هوټل بيارغونه، افغانستان کې په لوړه کچه لومړنۍ ستره بهرنۍ پانگونه وه چې، سيلانيانو لوړ پوړو شخصيتونو ، کورنيو او بهرنيو پانگه اچوونکوته يې د اوسيدو آسانتياوې برابرې کړې. زموږ د حکومت له دريو دورو او د جگړو او دربدريو له دريو لسيزو وروسته ، افغانستان د لومړي ځل لپاره دداسې هوټل خاوند شو چې، په هغه کې د خپل ميلمه ښه قدر کولاى شي. دداسې کار په پيل کې يوڅه ډار هم وو، ښايي داسې يو هوټل نه واى چليدلاى، خو ښاغلي آغاخان دې ته زړه ښه کړ او دا به په افغانستان کې د پانگونې هڅولو ته خورا گټور پريوزي. ))

دسرينا هوټل په اصل کې د پنځو ستورو په نړيوالو معيارونويو برابر هوټل دى چې،د لومړي ځل لپاره په کابل کې فعاليت پيلوي.

د هوټل د خوب د خونو بيه ديوې شپې لپاره له ٢٥٠ امريکايي ډالرو نيولې تر ١٢٠٠ ډالرو پورې رسيږي.

 د نوي هوټل په جوړيدو ٣٥ ميليونه ډالر لگيدلي دي .

د خوب پر دغو فيشني خونو سربيره د کابل په سرينا کې خورا عصري رستورانت ، دلمبا ښکلى ډنډ او لوبيزې آسانتياوې هم د هر ليدونکي پام ور اړوي.

ښکاره ده چې، په دغه راز يوۀ قيمتي هوټل کې د شپې تيرول د اوس لپاره پخپله د افغانانو له وسه وتلې خبره بريښي، خو په دې کې هم شک نشته چې، دې هيواد ته راتلونکي شتمن بهرنيان به چې نن سبا يې په افغانستان کې شميره هم خورا ډيره ده د همدې هوټل په لوري مخه کړي.

په دې کې د امنيت او مرکزيت له اړخه د هوټل موقعيت هم ښايي وتلى اغيز ولري.

دغه هوټل د کابل د پخواني هوټل په ودانۍ را د بره شوى او په جوړيدو يې پوره دوه کاله وخت لگيدلى.

داوبو او بريښنا د زيرمو له اړخه هم هوټل خپلې آسانتياوې لري او په دې برخه کې يې په ښاري آسانتياوو ډډه نده لگولې.

د سرينا د هوټل ددغې پروژې مالي ملاتړ د نړۍ د اسماعيليه فرقې د مشر، شهزاده آغا خان په غاړه وو.

ښاغلي آغا خان د هوټل د پرانستو پر مهال دا له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو د بنسټ يوه نوې بيلگه وبلله او باور يې وښود چې، د کابل سرينابه د دولتي ميلمنو، ديپلوماتانو، کورنيو او بهرنيو پانگه اچوونکو، مرستندويه موسسو او سيلانيانو لپاره له راحته ډک استوگنځاى وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت