BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: آلوبخارا

آلو بخارا
دبنجاري په رسيدو ماشومان زياته خوښي څرګندوي او بنجاري دوى ته د خپل خورجينې څخه يو پاکټ آلو بخارا راباسي .

زري د خپلو همزولو په منځ کې په خپل ورک شوي پايزيب پسې هاخوادېخوا ګرځي. مکۍ د هغې بله خورلڼه ، چې ډيره شوخه ده، د زري سره په ټوکو پيل کوي.

مکۍ زري ته په ټوکو د((څلور خوادکلا کې ،ګرځيدم يې په خواکې ، ګرځيدم يې په خواکې، پايزيب مې د سروزرو ، پيدا کړو پر ډبرو ، پيداکړو پر ډبرو )) سندره وايي. ځينې همزولې يې خاندي او ځينې نورې يې د پايزيب په لټولو کې ورسره مرسته کوي، چې په همدې مهال بنجاري دټکټکي څرخولوسره رارسيږي .

ماشومان د تل په څيرد بنجاري په ليدو خوښي څرګندوي او خپل نوردوستان هم دبنجاري په راتګ خبروي.بنجاري له روغبړ وروسته دزري دپريشانۍ پوښتي، چې مکۍ بيا د شوخۍ په ډول د(( څلور خوادکلاکې ، گرځيدم يې په خواکې ، گرځيدم يې په خواکې ،پايزيب مې د سروزرو پيداکړو پرډبرو، پيدا کړو پر ډبرو)) سندره تکراروي.

زري په داسې حال کې چې دپايزيب په لټولو بوخته ده، لږشانله موسکۍکيږي او دهغه پايزيب دورکيدو بنجاري ته وايي چې ډير يې خوښ و او مور يې ورته د افغاني ګنډله پاره اخيستى و.

بنجاري زري پخلا کوي اوله خپلې خورجينې يوه جوړه ښايسته پايزيبونه دسوغات په توګه ورکوي چې په دې توګه د زري په شونډو نرۍ موسکاراڅرگنديږي او له خپلو خورلڼو غواړي چې د ((څلور خوا د کلا کې )) سندره د سوغات په توګه بنجاري ته ووايي.

بنجاري
 په يوه لوښي کې يوه اندازه اوبه اچوو او بياپه هماغه اندازه بوره هم ورسر ه ګډوو او په اور يې ږدو چې جوش شي،بيا آلوبخارا هم ورسره يوځاى کوو او تر هغه وخته يې ايشوو چې شربت يې ښه ټينګ شي او وروسته د خوشبويۍ له پاره يوه اندازه هيل هم ورسره ګډوو اوبيايې له اور څخه راکښته کوو چې سړه شي او وروسته له هغې کولاى شو چې دا مربا سهار يا مازديګر له چايو او ډوډۍ سره وخورو.

ټول ماشومان په ګډه وايي : څلور خوا د کلا کې ،ګرځيدم يې په خواکې ، گرځيدم يې په خواکې، پايزيب مې د سروزرو ،پيدا کړو پر ډبرو ،پيدا کړو پر ډبرو. خو دا پايزيب د چا دى ، د بي بي روکو جان دى ، دبي بي روکو جان دى، اى بي بي روکو جانې ، زما د دزړه ارمانې، د توت ويالې پر غاړه د سروګيرا دى ياره ، دسروګيرا دى ياره ، دسروګيرا د چا دى، دبي بي روکوجانې ، دبي بي روکوجانې! اى بي بي روکو جانې ، زما دزړه ارمانې.

سندره ماشومان او بنجاري په ګډه وايي او ټول د سندرې له ويلو خوند اخلي. بنجاري له خورجينې هريوه ماشوم ته قيتکونه، سيخکي،بنګړي او نورسوغاتونه ورکوي.

بنجاري مخکې تر دې چې بلې کوڅې ته لاړ شي، له ماشومانو غواړي چې همدا سندره په خپلو منځو کې تکرار او دبي بي روکو جان په ځاى دې پکې دخپلو همزولو نومو نه واخلي.

ماشومان د سندرې په تکراربوخت وي چې بنجاري بلې کوڅې ته ځي چې هلته هم ورته نورماشومان په تمه دي.

دبنجاري په رسيدو ماشومان زياته خوښي څرګندوي او له بنجاري پوښتي چې دوى ته يې څه سوغاتونه راوړي؟ بنجاري د خپل هميشني تکيه کلام (خوبوړي اوبو وړي) په ويلو له خورجينې څخه يو پاکټ آلو بخارا راباسي او ماشومانو ته وايي چې که هر چا دآلوبخارااو له هغې څخه د بيلابيلوګټو اخيستنو په هکله مالومات ورکړل يو پاکټ آلوبخارابه دسوغات په توګه وګټي.

حسيبه وايي : (( څومره ښه،آلوبخارا زما څومره خوښيږي، څومره مزه داره ده .))بنجاري پوښتي چې هغوى له آلوبخارا څخه څه راز ګټه اخلي؟ حسيبه وايي چې مور يې وچه آلوبخارا په ځينو خوړو کې اچوي.))

ماشومان پوښتي چې آلوبخارا په کوم رازخوړو کې استعماليږي؟ حسيبه وايي کله چې د هغې مور دال، کچالو،دغوښې قورمه ، کوفته يا داسې نور کتغونه پخوي نو وچه آلوبخارا پکې اچوي.

يوبل ماشوم چې مسيح نوميږي بنجاري ته وايي کله چې دتير کال په دوبي کې هغه زيړي نيولى او محرقه شوى و، انا يې دشپې له خوا په نيمه هندواڼه کې يو ه اندازه آلو بخارا پټوله او سهاريې تر هرڅه د مخه هغه خوړله.

بنجاري
 دآلوبخارا خوړل هم مزه لري او هم ګټه،ځکه د اناګانو په وينا په دوبي کې دآلوبخارا خوړل دانسان د وجود ګرمي کموي.

بنجاري د مسيح د خبرو په تاييد وايي : (( داخبره سمه ده، ځکه دآلوبخارخوړل هم مزه لري او هم ګټه،ځکه د اناګانو په وينا په دوبي کې دآلوبخارا خوړل دانسان د وجود ګرمي کموي.))

حسيبه وايي چې سربيره پردې هغې دآلوبخارشربت هم خوړلى چې ډيرمزه داردى، مسيح د سيالۍ په توګه ددې له پاره چې ځان زيات باخبره وښايي وايي چې له آلوبخارا نه مربا هم جوړوي.

بنجاري ددوى خبرې پرې کوي او وايي چې هغه کولاى شي چې دآلوبخار ډيره ښه مربا جوړه کړي، ماشومان پوښتي چې هغه څنګه ؟

بنجاري وايي چې مثلاً په يوه لوښي کې يوه اندازه اوبه اچوو او بياپه هماغه اندازه بوره هم ورسر ه ګډوو او په اور يې ږدو چې جوش شي،بيا آلوبخارا هم ورسره يوځاى کوو او تر هغه وخته يې ايشوو چې شربت يې ښه ټينګ شي او وروسته د خوشبويۍ له پاره يوه اندازه هيل هم ورسره ګډوو اوبيايې له اور څخه راکښته کوو چې سړه شي او وروسته له هغې کولاى شو چې دا مربا سهار يا مازديګر له چايو او ډوډۍ سره وخورو.

مسيح افسوس کوي چې کاشکې د آلوبخارا مربا واى چې همدا اوس يې له چايو سره په ګډه خوړلې واى.

بنجاري ددې له پاره چې دآلوبخارا په هکله ماشومانو پوره مالومات درلودل، هغوى تشويقوي او په پاى کې يو پاکټ آلوبخاراپه هغوى باندې ويشي او ترې غواړي چې دخپلو مشرانوپه مرسته ځانونو ته مربا پخه او ويې خوري.

ســــــــــاعتيوه ماڼۍ او زردريڅې
ســــــــــاعت
چاىداسرارو پرده
چاى
د پري باغچه د ژوند کيسې
د پري باغچه
ماشومان او اخترىد بنجاري خورجين
ماشومان او اخترى
د قرغې بندڅيرې او سيمې
د قرغې بند
هندواڼهد بنجاري خورجين
هندواڼه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت