|
يوه ماڼۍ او زردريڅې : ساعت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حامد او پلوشه په داسې حال کې د ماڼۍ انګړ ته وردننه شوي دي چې د لالو ماما هيڅ درک نشته. ميلمانه د لالوماما په لټه کې دي. هغوى د ماڼۍله خدمتګارانو څخه د لالوماما پوښتنه کوي؛ له زينوتېريږي ترڅود ماڼۍ ددهلېزونو دروازې ته رسيږي. کله چې هغوى غواړي په دهلېز کې قدم کيږدې؛ دزنګ پرله پسې غږ پلوشه او حامد حيرانوي. هغوى ګومان کوي چې د زنګ غږيدل به ماڼۍ ته د هغوى د بې اجازې ننوتلو له امله وي. غواړي په بيړه بيرته وګرځي ، خو د لالو ماما ښه راغلاست هغوى له بيرته تګ څخه منع کوي. پلوشه د زنګ د غږ په هکله پوښتي؛ لالو ماما وايي چې هغه د ماڼۍ د ساعت زنګ دى. په همدې مهال د حامد سترګې په يوه ساعت لګيږي چې زنګ وهي. ډير غټ او عجيب ساعت په دهلېز کې ځوړند دى ، چې له پاسنۍ برخې څخه يې يوه ښکلې شنه مرغۍ سر را ښکاره کوي.
لالو ماما په داسې حال کې چې ميلمانه ماڼې ته رهنمايي کوي ، وايي چې دا دماڼۍ ساعت دى ؛ هر څوک چې په هره ګوښه د ماڼۍ کې وي ددې ساعت د زنګ په اوريدو په وخت باندې پوهيږي. پلوشه وايي ، چې تر دې دمه يې داسې ساعت لا نه و ليدلى،نو ضرور به دا تر ټولو قيمتي او شايد لومړنى ساعت وي چې افغانستان ته راغلى وي. لالو ماما خاندي او د ساعت په هکله د خپلو مېلمنو د مالوماتو له پاره يوه دريڅه پرانيزي. دريـــــــــــــــــــــڅه پلوشه او حامد په دريڅه کې شريفه او زبيده ويني چې يو زوړ ساعت يې په لاره کې موندلى دى. هغوى ته د ساعت په هکله ځينې پوښتنې پيدا کيږي ، چې په تګ ، تګ کې له حکيم بابا سره مخ کيږي. شريفه او زبيده له حکيم بابا سره تر روغبړ وروسته له هغه څخه پوښتي چې د لومړي ځل له پاره ساعت څرنګه منځته راغى؟ حکيم بابا وايي له پيله تر ننه پورې ساعت بيلابيل پړاوونه وهلي دي.
شريفه پوښتي : (( څرنګه؟ )) حکيم بابا وايي : (( له ميلاد څخه ٨٠٠ تر١٠٠٠ کلونو پخوا د وخت د مالومولو له پاره هڅې روانې وې ترڅو مصريانو لومړنى لمريز ساعت جوړ کړ چې د لمر په حرکت يې کار کاوه، خو کله به چې آسمان وريځ و نوله ستونزو سره مخ کيدل. دنوموړى ساعت نمونه تر اوسه د برلين په موزيم کې خوندي ده. حکيم بابا زياتوي : (( په همدې ترتيب وروسته بيا د اوبو، اور او شګې ساعتونه هم و ازمويل شول، چې ښه پايله يې نه درلودله،خو وروسته پوهان له ډيرو هڅو د ساعت د لومړنيو پرزو په جوړولو بريالي شول.)) زبيده پوښتي : (( نوافغانستان ته د لومړي ځل لپاره ساعت څرنګه راغى؟ )) حکيم بابا وايي : (( لومړنى غټ ساعت په ١٢٩٠ هـ ش چې د١٩١١ ميلادي سره سمون خوري د کابل د ارګ زنګي ساعت و چې افغانستان ته راغلى دى او عمر يې نيژدې يوې پيړۍ ته رسيږي.
شريفه د ساعت د نصبولو د ځاى په هکله پوښتي ، حکيم بابا وايي : " نوموړى غټ زنګي ساعت د ارګ په لوړ برج کې چې ١٢ پر ١٢ متره کې پلنوالى او له ځمکې څخه يې ١٠٠ فټه لوړوالى درلود په اتيايم فټ کې لګول شوى و. نومړى ساعت څلورو لورو ته عقربه ياستنې دلودې چې ديوه ماشين په واسطه يې حرکت کاوه. " زبيده پوښتي چې دا ساعت له کومه ځايه راوړل شوى و ، حکيم بابا وايي : " نوموړى ساعت د انګلستان ساخت وچې په ٩٥٠٠ هندي کلدارې اخيستل شوى اودښاغلي ملر تر څارنې لاندې ولګول شو." بابا حکيم وايي : "د ساعت غږ تر ډيرو ليري ځايونو پورې رسيده، او خلک يې له وخت څخه خبرول. څه موده وروسته يو بل ساعت هم کابل ته راوړل شو چې د محمودخان د پله په سهيلي برخه کې ولګول شو. داساعت هم د پخواني ساعت په څير د خلکو د آرامۍ په خاطر لګول شوى و."
زبيده اوشريفه دهغو ساعتونو، چې حکيم بابا يې يادونه وکړه، د ليدلو په تلوسه کې دي، خو حکيم بابا د خپلو خبرو په دوام وايي : "اوس هغه ساعتونه نشته، ځکه دجګړو له کبله له منځه تلي دي." دحکيم بابا په دې خبرو دريڅه هم تړل کيږي. حامد او پلوشه دهغو مالوماتو له امله چې دساعت د جوړيدو د لومړنيو پړاوونوپه هکله يې ترلاسه کړل او داچې پوه شول چې ساعت څه وخت افغانستان ته راغلى ، ډير خوشاله دي. هغوى د لالوماما سره په همدې هکله خبرې کوي چې بياهم د ساعت دزنګ غږ پورته کيږي او لالوماما پوهيږي چې د ماڼۍ د پاچا سره يې دليدلو وخت دى. له ميلمنو څخه په اجازې اخيستلو هغوى تر دروازې پورې بدرګه کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||