|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: تيلفون | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما د تل په څېر دا ځل هم د مينې او نذير په نامه دوه ميلمانه لري. لالو ماما او ميلمانه يې د ماڼۍ په دهليزونو کې په ګرځيدواو خبرو بوخت دي ، چې د تيلفون ناڅاپي غږ يې پاملرنه ځانته ورګرځوي. لالو ماما خاندي او وايي چې د ماڼۍ پاچا ته تيلفون دى. نذير وايي چې تيلفون د خلکو دوخت د سپما په برخه کې زياتې آسانتياوې رامنځته کړي دي. لالو ماما يې خبرې تاييدوي. مينه او نذير د تيلفون د اختراع، د هغه د بيلابيلو ډولونو او د لومړى ځل له پاره افغانستان ته د تيلفون د راتګ په هکله پوښتنې کوي، چې لالو ماما د دوى د مالوماتو له پاره ورته يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه په دريڅه کې نذير، مينه او لالو ماما يوه ځوانکۍ چې نرګس نوميږي ويني چې د خپل پلار سره په خبرو بوخته ده. د نرګس پلار چې نوى له بازاره راغلى، له روغبړ وروسته نرګس ته يوه غوټه ورکوي، کله چې نرګس غوټه پرانيزي د تيلفون يوسيټ ( مبايل ) ويني، او داسې خوشاليږي چې ته به وايي د زړه ارمان يې پوره شوى دى. نرګس له پلار پوښتي چې آياهغه کولاى شي د خپل تره سره چې په بهر کې دى ، خبرې وکړي؟ پلار وايي چې هو، هغه کولاى شي د تيلفون يا مبايل له لارې د نړۍ په هرګوټ کې اړيکي ټينګ کړي(خبرې وکړي) نرګس پوښتي : (( خداى پوهيږي چې تيلفون به د لومړي ځل له پاره چا جوړ کړى وي؟ )) پلار يې وايي : (( تيلفون د لومړي ځل له پاره يو امريکايي چې ګراهامبل نوميده له نن څخه نږدې 120 کاله مخکې اختراع کړ. د يادولو وړ ده چې د لومړنيو تيلفونونو شکل له اوسنيو تيلفونونو سره ډير توپير درلود او دهغه مهال تيلفونونو ډيرې تخنيکي ستونزې درلودې. وروسته بياپه 1891 کې اتومات تيلفونو نه بازار ته وړاندې شول چې تر زياته بريده په مخابراتي سيستم کې آسانتياوې رامنځته کړې ، خو نن ورځ د تيلفون بيلابيل ډولونه له ښکليو ډيزاينونو او زياتو آسانتياوو سره خلکوته وړاندې شوي دي. نرګس له خپل پلار څخه پوښتي چې افغانستان ته د لومړي ځل له پاره تيلفون د چا په زمانه کې راغلى ؟ پلار په ورين تندي پرته له دې چې د ستړيا احساس وکړي خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وايي: (( افغانستان ته د تيلفون راتګ په زړه پورې کيسه لري. د امير عبدالرحمن خان په زمانه کې په 1895 کې دامير عبدالرحمن خان زوى نصرالله خان انګلستان ته سفر درلود. دسفر په پاى کې نوموړي ته زيات شمير سوغاتونه ورکړل شول چې د تيلفون يوه دستګاه هم پکې وه. نصرالله خان چې کله له سفر څخه راستنيږي د تيلفون نوموړى دستګاه په تحويلخانه کې غورځي.)) نرګس پوښتي چې ولې يې داسې کار کاوه؟ پلار يې وايي ددې له پاره چې د تيلفون په اهميت نه پوهيده، تر څو چې څوکاله وروسته يو هند ي انجينر چې نرنداس نوميده د يوه رسمي ماموريت له پاره کابل ته راغى، چې د خپلو کارونو په جريان کې يې د تيلفون دستګاه په تحويلخانه کې وليده. هندي انجنير له سردار حبيب الله خان څخه ، چې په هغه وخت کې وليعهد و، اجازه واخيسته او نوموړې تيلفوني دستګاه يې چې د يوه مسي يو لينه سيم په واسطه يې کارکاوه د حبيب الله خان او سردار نصرالله خان د اوسيدنې د ځايونو تر منځ ، چې نږدې يو کيلو متر واټن يې درلود، فعاله کړه .
نرګس پوښتي چې په ټول افغانستان کې يواځې همدا څلور لينه موجود وو؟ پلار يې وايي : (( هو لورې، خو وروسته له هندوستان څخه د تيلفون يوه 25 لينه دستګاه وپيرودل شوه. بيا په 1909 کال کې د کابل – جلال آباد ترمنځ د تيلفوني اړيکو لومړى لين وغځول شو چې وروسته بيا يو بل لين له جلال آباد څخه لغمان ته وغځول شو. خو دا ټول تيلفونونه د دولت د لوړرتبه کارکوونکو له پاره وو او نورو وګړو په اسانۍ سره ترې ګټه نه شوه اخيستلاى.)) نرګس پوښتي : (( پلاره ! نو څه وخت په ټول افغانستان کې تيلفونونه زيات او رواج شول ؟ )) پلار يې وايي : ((د اعليحضرت امان الله خان په زمانه کې يو 25 لينه او بل 100 لينه سوچبورد له بهر څخه وپيريدل شو، چې د سوچبوردونو له نصبولو سره جوخت د افغانستان نورو ولاياتوته هم د تيلفون مزي و غځيدل او افغانستان د تيلفوني شبکې تر پوښښ لاندې راغى چې وروسته ورو ورو د هيواد له ولاياتو سربيره د باندنۍ نړۍ سره هم تيلفوني اړيکي ټينګ شول)) د نرګس دپلار په دې خبرو دريڅه هم تړل کيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||