BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د نيمې لارې ملګرې

د نيمې لارې ملګرې
دوه د هيلۍ بچي سپينکۍ او خالخالۍ, چرګوړۍ اود نولي ( موش خُرما) بچى
و نه و په تيرو وختونو کې يوه ښکلې او شنه باغچه وه. دباغچې خواته يوکوچنې سيندهم بهيده چې دوه د هيلۍ بچي د سپينکۍ او خالخالۍ په نوم ديوې چرګوړۍ اود نولي ( موش خُرما) له يوه بچي سره ملګري شوي وو.هغوى ته يوبل ډير ګران وو او ټوله ورځ به يو ځاى سره لوبيدل.

يوه ورځ د سپينکۍ ښکار ته زړه کيږي او له خالخالۍ څخه غواړي چې د هغې سره سيند ته د کبانودښکار له پاره ولاړه شي. خالخالۍ يې مني او وايي : ((واه ! څومره ښه! سيند څنګه له وړواو مزه دارو کبانو ډک دى. څومره مې کبانو ته زړه کيږي، څومره وږې شوې يم! ))

سپينکۍ غواړي چې چرګوړۍ هم له دوى سره ښکار ته ولاړه شي خو خالخالۍ يې نه مني. سپينکۍ وايي : (( ولې چورګوړۍ يې لکه چې زموږ ملګرې نه ده چې له ځانه سره يې نه بيايو؟)) خالخالۍ ورته وايي : ولې ته نه پوهيږې چې هغه په اوبوکې نه شي تلاى ؟

سپينکۍ څرګندوي چې هغې لاد وخته دچرګوړۍ له پاره د کب نيونې چنګک پيدا کړى دى. خالخالۍ په ريشخند وايي : تا ښه فکر کړى، ما ويل چې تابه ضرور هغې ته ساختګي مښوکه يا پښې پيدا کړې وي.

سپينکۍ د چرګوړۍ کورته ورځي، چرګه ددې له پاره چې د لوريې (چرګوړۍ) لامبو نه ده زده ، چرګوړۍ ته د تګ اجازه نه ورکوي . چرګوړۍ په ډيره ژړا او عذر او زارۍ له خپلې مورڅخه د تګ اجازه اخلي او په خوښۍ او مستۍ د سپينکۍ سره د سيند په لور روانيږي.

کله چې چرګوړۍ د سپينکۍ سره د سيند غاړې ته رسيږي نو خالخالۍ ورته په تمه وي. خالخالۍ په ريشخندۍ پيل کوي. سپينکۍ د کب نيونې په چنګک پورې يوه ټوټه ډوډۍ نښـلوي او اوبو ته کښته کوي او دچنګک بل سر چرګوړۍ ته په لاس ورکوي.

له لږ ځنډ وروسته د چرګوړۍ لاس ستړى کيږي اوناببره يې چنګک له لاسه په اوبو کې لويږي. چرګوړۍ سپينکۍ ته چيغې وهي، سپينکۍ ورځي چې چنګک له اوبو راوباسي او چرګوړۍ د سيند په غاړه د سپينکۍ انتظار باسي.

په همدې وخت کې چرګوړۍ په خپل سر باندې يو غټ سيورى ويني چې هره لحظه نورهم پسې غټيږي، چرګوړۍ چې سپينکۍ ته هر څومره چيغې وهي د هغې ځواب نه اوري.

خالخالۍ ته چې لامبو او دکبانو ښکار مزه ورکړې د چرګوړۍ د غږ په اوريدو له ځايه ټکان خوري. ګوري چې يو غټ باز له له دوو سترو وزورنو، کږې مښوکې، چنګک ډوله نوکانو او سروسترګوسره د چرګوړۍ خواته ور نيږدې کيږي.

چرګوړۍ په ډيرې وارخطايۍ داځل خالخالۍ ته چيغې وهي. خالخالۍ د باز په ليدو بيرته په اوبو کې غوټه وهي. باز د چرګوړۍ په ليدو خوښيږي او د هغې دښکار پلان جوړوي.

باز د سترګو په رپ کې چرګوړۍ په خپلو پنجو کې ټينګوي ، چرګوړۍ چې هرڅومره چيغې وهي او دخالخالۍ او سپينکۍ څخه مرسته غواړي، خو هيڅوک يې مرستې ته نه ور رسيږي . چورګوړۍ د باز په پنجو کې د آسمان لورته پورته کيږي.
د لږ ځنډ څخه وروسته سپينکۍ د چرګوړۍ له چنګک سره يوځاى له اوبو څخه راووځي خو دچرګوړۍ هيڅ نښه او نښانه نه ويني. سپينکۍ د خالخالۍ څخه د چرګوړۍ پوښتنه کوي ، هغه ورته وايي چې چرګوړۍ د باز د پنجو ښکار شوه.

سپينکۍ يې نه مني او په داسې حال کې چې په چيغو چيغو ژاړي ټوله ګناه د خالخالۍ ګڼي. خالخالۍ په بې تفاوتۍ داسې ښيي چې ګواکې د چرګوړۍ ساتل هيڅ په هغې پورې اړه نه درلوده ، او خپله بيرته په لامبلو پيل کوي ..سپينکۍ خالخالۍ دنيمې لارې ملګرې ګڼي او وايي چې چرګوړۍ ددواړو ملګرې وه ، نه ښايي چې دهغې په بر خه کې بې پروايي وکړو.

خالخالۍ ټوله کيسه سپينکۍ ته کوي او وايي که چيرې د چرګوړۍ دخلاصون له پاره تلې واى هغه هم د باز ښکار کيدله،نوځکه يې خپل ځان وساته. کله چې سپينکۍ غواړي څه ووايي ، خالخالۍ يې خبرو ته غوږ نه نيسي او په جګړه ورسره پيل کوي.

د نيمې لارې ملګرې
د نيمې لارې ملګرې

له هماغې شېبې وروسته سپينکۍ له خالخالۍ سره اړيکي شلوي. خالخالۍ چې هر څومره زارۍ ورته کوي خو هغه يې نه مني او ورته وايي : ته له دې زيات د دوستۍ ارزښت نه لرې،ته د نيمې لارې ملګرې يې ، که چيرې زه کومه ورځ له کومې بلا سره مخ شم نو زما سره به هم همداسې لوبه وکړې.

سپينکۍ ددې خبرو تر ويلو وروسته د چرګوړۍ په لټه کې کيږي. په هر ځاى کې له هر چاد چرګوړۍ پوښتنه کوي، خو هيڅ درک يې نه شي پيدا کولاى.کله چې د چورګوړۍ هيڅ پته نه لګيږي، نو خواشينې کيږي او په يوه ګوښه کې کيني او په ژړا پيل کوي چې په دې وخت نولى راځي.

سپينکۍ ټوله کيسه نولي ته کوي او له هغه څخه غواړي چې يوه چاره ورته وسنجوي. نولى ورته وايي چې هغه د باز ځاله ليدلى خو هغوى بايد ډيره لاره ووهي چې هلته ورسيږي. سپينکۍ يې ورسره مني اودواړه روانيږي چې وروسته له ډير منزل څخه يوه لوړ غره ته رسيږي.

نولى وايي چې د همدې غره په اړخ کې د باز ځاله ده. سپينکۍ ډيره ستړې شوې او له دې زياته مخکې نه شي تلاى. نولى وايي چې چرګوړۍ ددواړو ملګرې وه ، لازمه ده چې هغه (نولى ) هم دملګرتوب حق ادا کړي.

ددې خبرو له ويلو سره جوخت نولى په منډه منډه دغټو غټو تيږو څخه تيريږي اوځان د باز ځالې ته رسوي. کله چې نولى د باز ځالې ته رسيږي ، ګوري چې چرګوړۍ په چيغو چيغو ژاړي.

نولى چرګوړۍ ته په ورو غږ کوي. چرګوړۍ شاوخوا ګوري ، حيرانه پا تې کيږي چې څوک ورته نارې وهي.نولى پوهيږي چې بازپه ځاله کې نشته ، په بيړه ځان چرګوړۍ ته رسوي. چرګوړۍ د خپل ملګري په ليدو لاډيره ژاړي. چرګوړۍ وايي که هغوى ډير ژر له دې ځايه ولاړ نه شي نو باز به راشي او دواړه به وخوري.

له بلې خوا خالخالۍ ددې له پاره چې خپل ملګري په ځانګړې توګه يې سپينکۍ له لاسه ورکړې، ډيره خپه وي. هغه د ګاونډيانو دزياتوپيغورونو څخه ډيره په تنګ شوې وه. هر ګاونډې به چې له هغې سره مخ شو ورته به يې ويل : ته د نيمې لارې ملګرې يې ته دملګرتوب وړتيا نه لرې.

خالخالۍ په ژړا ژړا په لاره روانه وي چې دچرګوړۍ مور ورته په مخ ورځي چې په سرو سترګو د خپلې چرګوړۍ په لټه کې ده، خالخالۍملامتوي او هغه د نيمې لارې اوبدې ملګرې په نو م يادوي.

په همدې وخت کې چې دوى دواړه په دعوو بوخت دي، کشکره د چرګوړۍ احوال راوړي چې د ظالم بازپه بند کې ګيره ده، او وايي هر څومره ژر چې کيږي بايد وژغورل شي، ځکه چې سپينکۍ او نولى سره به د باز خوراک شي. خالخالۍ په داسې حال کې چې ډيره شرميدلى او پښېمانه ښکاري ، له ځان سره فکر کوي چې څرنګه کولاى شي د خپلې تيروتنې جبران وکړي.

ماشومان او ګاډيوانه ترورڅيرې او سيمې
د تورخم بندر گمرک
هريروديوه ماڼۍ او زردريڅې
هريرود
کړکى (نى)داسرارو پرده
کړکى (نى)
د نصرو بوټاند ژوند کيسې
د نصرو بوټان
د استالفي لوښو بازارڅيرې او سيمې
د استالفي لوښو بازار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت