BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې: هريرود

هريرود
راحله اونصير دواړه له لالو ماماسره په کشتۍ کې سپريږي، چې پدې وخت کې راحلې ته دهريرود سيند ورپه ياديږي

دپسرلي زړه راښکونکى ورځې دي هره خوا شنه چمنونه او ښکلي ګلان تر سترګو کيږي. د سنځلو او رنګارنګ ګلونو خوشبويو دماڼۍ پاچا دې ته هڅوي چې د چکر لپاره وځي . لالو ماما ته دندې سپاري چې ديومناسب ځاى په لټه کې . لالوماما دماڼۍ په بيړۍ کې له بيړۍ چلوونکي سره يو ځاى په هغه سيند کې ورګډيږي چې د اوبوشرار اودسيند د مستو څپواوازونه يې تر ډيروليري ځايونو پورې تر غوږو کيده. دسيند په غاړه نصير اوراحله ويني چې اخوا ديخوا حيران ، حيران ګوري.

دلالوماماناڅاپي غږ ددوى پاملرنه ځانته وراړوي.تر روغبړ وروسته لالوماما ددوى دپريشانۍ پوښتي هغوى ورته وايي چې غوښتل يې دهغه( لالوماما) ليدوته د سيند له لارې ماڼۍ ته ورشي ځکه د غرونو، رغونو او بڼونو له لارې ډير تلي دي ، خو داوبو ډيروالي اودسيند لوړوڅپو يې عقل له سرونو وړى چې څنګه له دې اوبو تير شي..لالوماما له هغوى څخه غواړي چې په کشتۍ ورسره سپاره شي چې ماڼۍ ته يې له ځانه سره بوځي.

راحله اونصير دواړه له لالو ماماسره په کشتۍ کې سپريږي، چې دسيند څپې کشتۍ کله يوه لورې او کله هم بل لوري ته بيايي، پدې وخت کې راحلې ته دهريرود سيند ورپه ياديږي او په دې برخه کې دلالوماما څخه پوښتي.

بېړۍ ورو ، ورو ماڼۍ ته ورنيژدې کيږي او د ماڼۍ دديوال تر خوا لنګراچوي ، لالو ماما او ميلمانه له کشتۍ کوزيږي اود لالو ماما په لارښوونه دواړه دماڼۍ دهلېزونو ته ور دننه کيږي، راحله اونصير دسيند داوبودډيروالي اودهغه د مستوڅپو ستاينه کوي، لالوماما خاندي اوددوى دلازياتې خوښۍ لپاره يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

نصير اوراحله په دريڅه کې شازيه چې نوې له کابله هرات ته تلې ده دلورملالۍ سره ويني چې د هريرود دسيند پر غاړه ګرځي ،د سيند مستو څپو او دماشومانو خوښۍ او لوبوددوى خوښي لاپسې زياته کړې ده.

شازيه د هريرود سيند په هکله له ملالۍ څخه پوښتي چې له کومه ځايه پيل او اوبه يې چيرې توييږي، خو ملالۍهم ناخبري څرګندوي، په دې وخت کې حکيم بابا ددوى مخې ته راځي او ورځني پوښتي چې د څه په هکله خبري سره کوي؟

ملالۍ او شازيه له حکيم بابا څخه دهريرود دسيند په هکله مالومات غواړي،حکيم بابا ورته وايي : (( هريرود لکه هماغه شان چې له نامه څخه يې څرګنديږي دهرى يا هرات سيند دى .))

شازيه وايي چې هغوى هم پدې پوهيږي چې د هرات سينددى خو نپوهيږي چې له کومه ځايه راځي ؟ حکيم بابا يې په ځواب کې کې وايي چې ددولت يار په سيمه کې ددوو سيندونو(لعل او سرجنګل) له يوځاى کيدوڅخه رامنځته شوى دى چې د باميانو څخه هرات په لور بهيږي.))

هريرود
بېړۍ ورو ، ورو ماڼۍ ته ورنيژدې کيږي
شازيه پوښتي چې د هريرودسيندله داسې لويو غرونو له منځه راتيريږي او بيا هرات ته رارسيږي ، له دې څخه مالوميږي چې ډيرواټن به هم وهي.

حکيم بابا د شازيې دخبرو په تاييد زياتوي چې د هريرودد سينداوږدوالى 850 کيلو مترو ته رسيږي .لکه له هراته چې تر سالنګ پورې سړى ولاړشي.

شازيه دهريروددسيند دګټوپه هکله پوښتني حکيم بابا وايي : (( د هريرود سيند د خپلل تګلوري په اوږدوکې دغرونو دلړۍ تر منځ دحبوباتوکښت ته وده ورکړې او په دې سيمو کې يې زيات شمير څړځايونه زرغون کړي دي، خو دهرات اصلي درې ته تر رسيدو وروسته ورځيني زياته ګټه اخيستل کيږي .

ملالۍ په دې برخه کې زياتې څرګندونې غواړي ، حکيم بابا وايي:

د هريرود سيند د هيواد په شمال لويديزو سيمو کې د کرنېزو حاصلاتو د زياتوالي دباعث کيدو تر څنګ په نوموړو سيمو کې د ګڼ شمير خلکو د ميشت کيدو سبب هم شوى دى،چې د هرات د ښار په برخه کې يې داوبو لګولو لپاره ترې آبګردانونه هم ګرځولي او بيادې سيند دپښتون زرغون په لور دوام موندلى دى.

شازيه پوښتي چې دا سيند باالاخره چيرې ختميږي، حکيم بابا وايي چې دهريرود سيند دترکمنستان په شګلنوځايونو(ريګستانونو) کې جذبيږي.

ملالۍ او شازيه دمالوماتو دڅرګندولو له امله له حکيم بابا څخه مننه کوي او دريڅه تړل کيږي.

راحله او نصير هم دلالو ماما څخه خوښي څرګندوي چې دوى ته يې دهريرود دسيند په هکله په زړه پورې دريڅه پرانيستې وه ، لالو ماما وايي چې ددوى خوښي د هغه خوښي ده او په همدې ترتيب هغوى د نورو دريڅو په هکله هم سره غږيږي.

کړکى (نى)داسرارو پرده
کړکى (نى)
د نصرو بوټاند ژوند کيسې
د نصرو بوټان
د استالفي لوښو بازارڅيرې او سيمې
د استالفي لوښو بازار
موږکموږک
د بنجاري خورجين: له 5 تر 9کلنو ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونه
دسالنګ تونل يوه ماڼۍ او زردريڅې:
دسالنګ تونل: له 12- 16کلنوځوا نکيانو لپاره د تعليمي خپرونو لړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت