BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: موږک

موږک

خوشال او بلقيس د نورو ماشومانو په منځ کې په لوبو بوخت دي چې يوناڅاپه يې د بنجاري د ټکټکي آواز دليري تر غوږونوکيږي،خوشال او بلقيس د ټکټکي د آواز په اوريدو خوشاليږي او پوهيږي چې مهربانه بنجاري ددوى خواته درارسيدو په حال کې دى.

کله چې بنجارى رارسيږي، له ماشومانو سره تر روغبړ وروسته کيني او خپله خورجين په ځمکه باندې ږدي.او په حيرانيا ورته ګوري، ځکه په خورجين کې يې کوم شى ټوپونه وهي

بنجاري د خورجين سر خلاصوي ، چې ناڅاپه له خورجينې څخه يو کوچنى موږک دباندې ټوپ راوهي اود بنجاري په لستوڼې کې ورننوځي،بنجاري وارخطا کيږي او بې درېغه چيغه يې له خولې وځې، ماشومان ورپورې خاندي بنجاري خپل کميس څنډي او موږک يې له کميس څخه راغورځي اودخورجينې تر څنګ کيني او ماشومانو ته حيران ، حيران ګوري.

موږک خاندي او بيلابيل حرکات اجراکوي،ماشومان حيرانيږي چې موږک څنګه خبرې کوي ، خو ډير ژر پوهيږي چې جادويي موږک دى. خوشال غواړي چې دموږک څنګ ته ورشي، خو بلقيس پرې چيغې وهي چې موږک ته دې نه ورنيږدې کيږي.

موږک وايي چې چيغې دې نه وهي ، ځکه موږ موږکان ډير نازک زړونه لرو او هميشه له انسانانو په ويره کې يوو.

ماشومان پوښتي چې موږک ته ولې خلک مضر او خراب کار وايي ؟ بنجاري غواړي چې ماشومانوته په دې هکله څه ووايي چې موږک پخپله وايي: (( موږموږکان د خولې په مخکينۍ برخه کې دوه اوږده اوږده غاښونه لرو چې ډير ژر ژر اوږديږي ، په دې غاښونود خلکو دکورونو هر ډول کلک شيان اوسامانونه خورو.

.

موږک
موږک خاندي او بيلابيل حرکات اجراکوي،ماشومان حيرانيږي چې موږک څنګه خبرې کوي

ماشومان پوښتي چې ولې دوى کلک شيان خوري؟ موږک وايي ددې لپاره چې ددوى مخکني غاښونه له حده زيات اوږده نشي ، نو هغوى ورباندې کلک شيان خوري.

ماشومان پوښتي چې آيا موږکان هر ډول شيان خوري که يوازې ډوډۍ او کًرت خوري؟ موږک وايي چې د هغوى هم ځيني شيان خوښيږي او ځيني يې نه خوښيږي ، خو د غنمو څخه جوړشوي شيان يې ډير خوښيږي.

خوشال پوښتي چې ځيني وخت دموږکانو له ډاره هغوى خوراکي توکي په ډير لوړ ځاى کې ږدي خوبيا هم موږک هغه شيان خوري. موږک يوناڅاپه لوړ ، لوړ ټوپونه وهي ، او وايي چې موږکان بيلابيل ډولونه لري ،لکه الوتونکي موږکان چې کولاى شي له (2) څڅه تر (4) فُټو ( 24- 48 سانتې مترو) پورې ټوپ ووهي، کورموش چې ځمکه کندې کوي،دريايي موږکان چې په اوبو کې ژوند کوي او کورني موږکان چې په بيلابيلو رنګونو موندل کيږي.

ماشوما ن پوښتي چې ولې يې هغوى په اسانۍ نيولاى نشي؟ موږک په ځواب کې وايي داځکه چې غوږونه يې ډېر تيز دي او ډير ورو آواز هم اوريدلاى شي اوپه ځغاسته يې پيشو يې هم په آسانۍ نه شي نيولاى .
بلقيس پوښتي چې موږکان خو ډير کوچني موجودات دي ، دوى څرنګه دومره ډير شيان خوړلىشي؟ موږګ په ځواب کې په خندا وايي : موږ په ورځ کې يواځې د(3 تر ٤) ګرامو په شاوخواکې خواړه خورو . خو داچې هر شي ته ضرر رسوو ، تاسو ته ډېره غټه خبره ښکاري.))

ماشومان پوښتي چې موږکان ټول عمر په کورونو کې اوسيږي ياد کورونو د باندې هم چکر وهي؟

موږک ددوى دسوال په ځواب کې وايي چې موږکان په لويو کشتيو او دسوداګرۍ په مالونو کې له يوه ملکه بل ملک ته هم مهاجر کيږي .

موږزياتوي چې په نړۍ کې بيلابيل ډولونه موږکان شته

بلقيس له موږک څخه پوښتي: ((تاسې موږکان يواځې خوراکي توکيو او نوروسامانونو ته ضرر رسوئ او که کوم بل ضرر هم لرئ؟))

موږک

موږک وايي : (( له موږ څخه بايد ځانونه ليري وساتئ ، ځکه ځيني وخت موږ د خطرناکووبايي ناروغيو د لېږد سبب هم کيږوخو داکاستاسې دکور اوچاپيريال په روغتياساتنې پورې تړلى دى.

موږک وايي چې هير مونه شي چې کورني موږکان په کال له (٥) تر (٦) ځلوپورې حمل اخلي او هر ځل له (٦) تر (١٠) پورې بچي زېږوي. ددې خبرو په اورولو موږک بيرته خورجينې ته وردننه کيږي.

ماشومان دموږک په هکله د مالوماتو دترلاسه کولو له امله له بنجاري څخه مننه کوي ، او بنجاري ماشومانو ته د يوې يوې ټوټه کرتو په ورکولو له هغوى سره خداى پاماني کوي او بلې کوڅې ته روانيږي.

دسالنګ تونل يوه ماڼۍ او زردريڅې:
دسالنګ تونل: له 12- 16کلنوځوا نکيانو لپاره د تعليمي خپرونو لړۍ
حسن او هوسۍد ژوند کيسې
حسن او يوه ډيرې ښکلې هوسۍ
د واسلين جوړولو کارخانهد اسرارو پرده
د واسلين جوړولو کارخانه
د نارنج ګل مېله يوه ماڼۍ او زردريڅې
د نارنج ګل مېله
د ګروارصبادرمساالڅيرې او سيمې: ويساک
د هندوانو مذهبي جشن
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت