BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د پري باغچه

د پري باغچه

زموږ ددې ځل کيسه د يوه ورانکار او شوخ سوى په هکله ده چې د هرې خرابکارۍ او شوخۍ له ترسره کولو وروسته خوښي څرګندوي. داځل مو ددې سوى د ورانکاريو څخه يوه ورانکاري تاسو ته غوره کړې ده. سوى يوې باغچې ته نږدې اوسيږي، چې دا باغچه د پري په نامه د يوې ښکلې نجلۍ ده .

پري په وچه او خاره ځمکه د خپل کورتر څنګ د ګلونو ډکه شنه باغچه جوړه کړې ده . پري د خپل پلار په مرسته پټي واړول او په هغوى کې يې رنګارنګ ګلان وکرل. له هماغې لومړۍ ورځې سوى ګومان کاوه چې پري ورته په باغچه کې ګازرې کرلي، نو له همدې امله يې د تازه ګازرو د خوړلو خيال پلوونه وهل.

پري هره ورځ د خپلې وړې خور شبنم په مرسته د خپلې باغچې پالنه کوله، هغوى باغچې ته اوبه ورکولې او اضافي واښه يې ترې ايستل، تر څو د وخت په تيريدو ګلان ورو، ورو را لوى شول او د هغوى د کور تر څنګ باغچه يې لاپسې ښکلې کړه.

بالاخره د انتظار شېبې سرته ورسيدې. سوى هرڅه د خپلې غوښتنې پر خلاف ويني. هغه د ګازرو د پټيو پر ځاى دپتوني، آدم څهره،ګلاب او داسې نورو ګلانو بوټي ويني. سوى ډير په غوسه کيږي او غواړي چې له شبنم او پري څخه غچ واخلي.

پري او شبنم د تل په څير باغچې ته ورځي چې د خپلو ګلانو او ونو څخه څارنه او پالنه وکړي. هغوى د خپلو ګلانو او مڼو د ونو په ليدو، چې غټې شوي دي، ډيره خوښي څرګندوي او دخپلې باغچې ستاينه کوي.

په همدې وخت کې د شبنم سترګې په سوى باندې لګيږي چې په ډيره غوسه دباغچې څخه دخپل کور په لوردرومي اود ځان سره وايي چې هر څنګه کيږي د شبنم او پري خندا به په ژړا بدلوي.

شبنم خاندي او له پري څخه غواړي چې د باغچې په يوه کونج کې د سوى له پاره ګازرې هم وکري ، چې ددې کار په کولو سره به هم سوى خوښ شي او هم به د باغچې تش ځاى شين شي.پري هم د شبنم خبرې مني او دواړه د ګازرو دکرلو په تکل کې کيږي.

د پري باغچه

په بله ورځ سوى بيا هم په غوسه وي او له ځان سره په خبرو خبرو باغچې ته راځي. سوى په باغچه کې ښې لوبې کوي د ګلانو له خوشبويۍ او تازه هوا نه خوند اخلي خو په پاى کې يو ناڅاپه په ورانکاريو لاس پورې کوي، دونو شاخونه ماتوي، ګلان شلوي او د باغچې هر ګوټ کندې کندې کوي او سوري پکې باسي.

په دې وخت کې د پښو دښکالو غږ اوري ، پوهيږي چې څوک را نږدې کيږي نو د تېښتې لار غوره کوي، په همدې مهال پري او شبنم ويني چې د باغچې په لور روانې دي. پري په حيرانۍ له شبنم څخه د سوى د وارخطايۍ په هکله پوښتي. شبنم وايي چې هغه هم په دې راز نه پو هيږي، ځکه تيره ورځ هم سوى ددوى په ليدو له باغچې وتښتيد.

خو دا ځل د پري زړه بده ګواهي ورکوي. په بيړه ځان باغچې ته رسوي، باغچې ته له رسيدو سره جوخت يې سترګې په له بېخه وتلو ونو، پرې شوو ګلانو او ورانو پټيو لګيږي.

پري په داسې حال کې چې ټوله خواري يې په اوبو لاهو شوې ويني ،په غوسه کيږي او له ډير خپګان څخه په ژړاپيل کوي او د سوى بد وايي ، ځکه پوهيږي چې دا ټولې ورنکارۍ د سوى دي. شبنم خپله خورپخلا کوي ، خو د هغې پخلاينه په پري هيڅ اثر نلري. شبنم ونې بيرته کېنوي او پرې شوي ګلان را ټولوي اوپه ډيره خوارۍ پري بيرته کور ته بيايي.

څو ورځې وروسته چې د پري غوسه ورکه شوې ا ودتل په څير بياهم د خپلې باغچې په ليدو بوخته ده ، سوى ويني چې يو غټ تور سپي مخکې کړې ده . پري د شبنم پاملرنه سوى ته ور ګرځوي، شبنم د سوى د ورانکاريو يادونه کوي.

دپري زړه په سوى باندې سوځي ، په بيړه ځي او سوى د سپي له منګولو خلاصوي. پري سوى له ځان سره کورته بيايي. سوى ډيره ويريدلى ، زړه يې رېږدي او د تلو توان په ځان کې نه ويني.

شبنم ددې له پاره پري ته په غوسه ده چې ولې يې سوى کورته راوستى دى. هغه هر وخت د سوى له خوا د ونو له بيخه ايستل اود ګلانو پرې کول وريادوي . په داسې حال کې چې پري سوى ته ګازرې او تازه دڼيا اچوي ، مور يې راځي او شبنم ته وايي د بدۍ سزا بايد پر بدۍ ادانه شي.

پري خپله خور دلاسا کوي. هغه شبنم ته وايي چې سوى تر اوسه لا کوچنى دى اوزموږ زړه سوي ته اړ دى. پري غواړي سوى ته پخپل کور کې پنجره جوړه کړي اوپه کور کې د هغه ساتنه وکړي

سوى د پري د زيات زړه سوى په ليدو ډير شرميږي، او په زړه کې يې ورګرځي چې څرنګه يې د پري باغچه ور خرابه کړه؛ ونې يې له بېخه وايستې او ګلان يې پاڼې ،پاڼې کړل؛ خو پري ددې دټولو بديو په وړاندې سوى دسپي له منګولو وژغوره او پخپل کور کې يې د هغه ساتنه پيل کړه.

د پري باغچه
سوى ټوله شپه په همدې سوچونو سبا کوي. کله چې دلمر زرينې وړانګې د غرونو په سرونوراښکاره کيږي، سوى هم د تېښتې لاره غوره کوي.لږ شېبه وروسته پري د سوى ليدو ته راځي ، خو په ډيرې حيرانۍ ګوري چې ځاى شته او سوى نشته.

پري او شبنم په سوى پسې ها خوا دې خوا ډير پريشانه ګرځي ، خو د سوى هيڅ درک نه لګيږي.

په همدې وخت کې پري او شبنم د باغچې په لور ځي، چې له ليري په باغچه کې دسوى غږ اوري چې په سندرو ويلو بوخت دى. شبنم پري ته وايي چې ښايي بيا سوى په باغچه کې ورانکاري پيل کړې وي او پاتې بوټي او ګلان يې هم شلولي وي. هغوى په داسې حال کې چې زړونه يې رېږدي باغچې ته ور دننه کيږي.

خو دا ځل د نورو وختونو پر خلاف ، سوى د باغچې له پټيو څخه وړې ډبرې او بې کاره بوټوي ټولوي. پري او شبنم حيرانيږي اوسوى ته ها پخوانۍ ورانکارۍ ورپه زړه کوي. خو سوى له خپلو کړو ډيره شرمنده او پښېماني څرګندوي.

سوى وعده کوي چې وروسته له دې به له باغچې څخه ساتنه کوي. شبنم له سوى پوښتي : (( سوى جانه! تا نو ولې باغچه کې ورنکاري وکړه او پري دې خواشينې کړه؟ )) سوى وايي : (( ما له پري څخه په باغچه کې د ګازرو دکرلو او شنو کيدو هيله لرله خو پري په باغچه يواځې ګلان او ونې وکرلې)).

پري او شبنم په خندا وايي چې هغوى په باغچه کې يو پټى ګازرى هم کرلي، خو په دې شرط ترې ګټه اخيستلاى شي چې دپټي په اوبو کولو او دباغچې په ساتنه کې هغه هم له دوى سره مرسته وکړي. سوى د مرستې وعده ورکوي او درې واړه په مينه او سندرو ويلو په باغچه کې په کار کولو پيل کوي.

د قرغې بندڅيرې او سيمې
د قرغې بند
هندواڼهد بنجاري خورجين
هندواڼه
تيلفونيوه ماڼۍ او زردريڅې
تيلفون
ولې خولې کوو؟داسرارو پرده
ولې خولې کوو؟
د نيمې لارې ملګرېد ژوند کيسې
د نيمې لارې ملګرې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت