|
د بنجاري خورجين: هندواڼه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مازديګر دى او هوا ډيره ګرمه ده، کله کله د نري شمال لګيدل ډير خوندور لګيږي. غټ او واړه ماشومان د خپلو کورونوتر مخ ميدانۍ کې راټول شوي اوپه بيلابيو لوبو بوخت دي. غوث چې د ډوډۍ يوه ټوټه يې په لاس کې ده د ټکټکي غږ ته متوجه کيږي. هغه خپلې خور فريدې ته د بنجاري دراتګ زيرى ورکوي، په لږه شېبه کې ټول د بنجاري په لور وردرومي. له بنجاري سره له روغبړ وروسته د فريدې پاملرنه د خورجينې پنډوالي ته وراوړي.بنجاري وايي چې هغه هميشه خورجين ماشومانو ته له سوغاتونو ډکوي. او کله چې کليو ته ځي له ماشومانو سره په بيلابيلو برخو کې خبرې او له هغوى پوښتنې کوي، چې بيا د سمو ځوابونو په ويلو هغوى ته سوغاتونه ورکوي. ماشومان د بنجاري دخبرو په اوريدو خوښيږي او په يوه غږ وايي چې حاضر دي د بنجاري پوښتنو ته ځوابونه و وايي، خو مخکې تر هر څه بايد په دې پوه شي چې بنجاري په خورجين کې څه راوړي دي؟ بنجاري خاندي او وايي : (( خوبوړي اوبو وړي ،په خورجينې کې خو راز ، راز سوغاتونه دي ،خو د يوه نښه يې تاسو ته وايم ! پيدا يې کړئ : د اوړي ميوه ده، بيضوى يا ګرده بڼه لري، زړي هم لري، دا چې په افغانستان کې کرل نو له دې کبله زيات پيدا کيږي.)) ماشومان يو بل ته په ناباورۍ سره ګوري او يوه ، يوه نښه له ځانونو سره تکراروي. غوث وايي چې ضرور آلو بالو دي، خو بنجاري يې نه مني. فريده وايي چې په افغانستان کې خو زياتې ميوې پيدا کيږي ، ښه به دا وي چې نورې غوره نښې يې هم ووايي. بنجاري بياهم په خندا وايي : پوټکى يې شين دى، داخل يې سور رنګ لري او زړي يې تور او غټ دي.ددې نښو په اوريدلو ټول ماشومان په يوه آواز پوښتي : (( هندواڼه نه ده ؟ )) بنجاري يې مني اوله خورجينې يوه کوچنۍ هندواڼه راباسي. وروسته بيا هندواڼه ټوټه ، ټوټه کوي او ماشومانو باندې يې ويشي. هندواڼه ډيره خوږه او خوندوره ده. فريده وايي د هغې هندواڼه ډيره خوښيږي. څه موده وړاندې هغې تبه درلوده ، ډاکتر ورته د هندواڼې د خوړلو ويلي وو. بنجاري يې خبرې تاييدوي او زياتوي چې هندواڼه سړه ميوه ده چې د اوړي په موسم کې د انسان د بدن د ګرمۍ ددرجې په کمولو کې مرسته کوي.
غوث په بې باورۍ له بنجاري پوښتي چې آيا هندواڼه د ناروغۍ له پاره هم ګټوره ده ؟ بنجاري د غوث دخبرو په تاييد زياتوي : (( هندواڼه د معدې دتقويې له پاره ګټوره ده او که چيرې له آلو بخارا سره يو ځاى وخوړل شي د ژيړي د ناروغۍ له پاره هم ښه ده په دې شرط چې د شپې له خوا يوه اندازه آلو بخارا په هندواڼه کې پټه او سهار يې د هندواڼې سره يو ځاى وخوري چې دا کاردژيړي زياتو ناروغانو ته ګټور تمام شوى دى. غوث وايي چې هندواڼه يې نه خوښيږي ،ځکه هر ځل چې هندواڼه خوري په نس يې درد کيږي.بنجاري وايي چې هندواڼه بايد له ډوډۍ يو ساعت مخکې يا درې ساعته وروسته وخوړل شي. ماشومان د دې کار علت پوښتي، بنجاري وايي که چيرې هندواڼه د ډوډۍ له خوړلو وروسته سمدلاسه وخوړل شي، دډوډۍ په هضم کې اختلال پيدا کيږي چې دا کار په نس کې د بادو د پيدا کيدو سبب کيږي، چې سړي بيا د نس له خوږ څخه شکايت کوي. فريده د هندواڼې د زړود خوند يادونه کوي،غوث بې له ځنډه د هندواڼې يو زړى ماتوي اودخوړلو وروسته د فريدې خبرې تاييدوي. بنجاري وايي د هندواڼې زړي د بادام د زړو په اندازه غوړمواد لري، همدارنګه ويل کيږي چې د هندواڼې دزړو خوړل د معدې چينجي ورو،ورو له منځه وړي او په ګرمۍ کې د بدن تازه والى پر خپل حال ساتي. فريده وايي چې هندواڼه تنده هم ماتوي. غوث په ټوکو وايي چې حتى څاروي هم د هندواڼو په پوچاقونو( پوټکو) باندې جګړې کوي،ټول خاندي او بنجاري دغوث د خبرو په تاييدوايي چې غواوې ،پسونه او وزې هم د هندواڼې پوټکي په ډير خوند خوري. بنجاري له ماشومانو پوښتي چې آيا هغوى پوهيږي چې هندواڼه د افغانستان په کومو ولايتونو کې پيدا کيږي؟ ماشومان په چورتونو کې ډوبيږي ، خو بنجاري دوى ته دا پوښتنه تر بل ځل راتګ پورې د زده کړې د فعاليت په توګه ورکوي او خپله بلې کوڅې ته روانيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||