BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:52 گرينويچ 2006 ,09 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايټاليا او فرانسه د فوټبال اتلولۍ ته بخت ازمويي

ايټاليا
ايټاليايي لوبغاړو په روانو اتلوليو کې د هرې شېبې او هر توپ لپاره خولې تويې کړي دي
د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلولۍ چې د جون په ٩ نېټه پيل شوې وې نن د جولاى په ٩ نېټه د پايلوبې په ترسره کيدو پاى ته رسيدونکي دي .

ايټاليا له فرانسې سره بخت ازمويي . ايټاليا تر اوسه درې ځله نړيوالې اتلولۍ گټلي دي . فرانسې دغه وياړ يوازې يو ځل ترلاسه کړى دى .

ايټاليا په وروستۍ ځل ٢٤ کاله وړاندې نړيواله اتلولي گټلې خو فرانسه٨ کاله وړاندې د فوټبال نړيواله اتله شوې وه .

د دريم مقام لپاره لوبه د کوربه هيواد جرمني په برخه شوه دوى پرتگال ته په اسانۍ ماتې ورکړه .

د ايټاليا او فرانسې لوبه

د فرانسې لوبډله چې په روانو اتلوليو کې پايلوبې ته رسيدلې ده

د جرمني د پلازمينې برلين په څنډو کې به د المپيک لوبغالي شاوخوا ٧٠ زره نندارچيان او د تلويزيون په پردو د نړۍ په لرو بر کې تر يوۀ ميليارد ډير ليدونکي د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو پايلوبه نن ويني .

په دغې لوبې کې فرانسه له ايټاليا سره مخامخ ده . له اټکلونو سره سم بيا هم د اروپا په لويه وچه نړيوالو اتلوليو کې د همدغې سيمې دوه هيوادونه له يو بل سره مخامخ دي .

په تيرې يوې مياشتې کې د لوبې په ترڅ کې وليدل شول چې همدا دواړه لوبډلې په دفاع کې پياوړې دي .

د ځينو په گومان تر پايلوبې پورې د دوى رارسيدل د بريد په دفاع پورې ډير تړاو لري .

د ايټاليا لوبډلو تل د ښې دفاع په مټ نه يوازې شهرت گټلى بلکې ډير برياليتوبونه هم ور په برخه شوي دي .

په روانو اتلوليو کې ايټاليا يوازې يو گول خوړلى دى چې هغه هم د دوى خپل يوۀ مدافعې لوبغاړي پر ځان کړى دى .

ايټاليا خپلو سيالانو ته په تيرې يوې مياشتې کې ١١ گولونه ورکړي دي . که څه هم تر پايلوبې پورې د ايټاليا په رارسيدو کې د فرانسې په پرتله اسانې لوبډلې وې خو بيا هم په پايلوبه کې ايټاليا له کوربه هيواد جرمني سره مخامخ شوې وه .

فرانسه هم تر پايلوبې پورې په رارسيدو کې د پياوړې دفاع منندويه ده . فرانسوي لوبغاړو يوازې دوه گولونه خوړلي دي او خپلو سيالانو ته يې اته ورکړي دي .

همدغو ريکارډونو ته او هغۀ وياړ ته په پام سره چې د دغې لوبې گټونکي ته په تمه دى داسې ښکاري چې د ٢٠٠٦ کال پايلوبه به هم د شطرنج د لوبې په څير تر ډيره تخنيکي وي دواړه غاړي ښايي په دې هڅه بوختې وي چې د يوۀ بل زغم وازمويي .

د دواړو غاړو دفاعي لوبغاړي به بوخت وي خو د دې مانا به دا هم نه وي چې توپ به تل د يوۀ بل گول په وړاندې څرخي . ډير اټکل همدا دى چې ښايي د لوبغالي په منځ کې توپ وڅرخي او مساوي لوبه ووينو .

خو له دې خبرې سره هم دا امکان ډير دى چې که د لوبې په لومړيو کې گول وشي ښايي لوبه ورسره پرانيستل شي او پاتې شوې لوبډله د گول مساوي کولو په هيله تخنيکونو ته شا کړي او بريد ته مخه کړي .

که همداسې وشول بيا به سياله غاړه هم د لا ډيرو بريدونو موقعې ومومي او يوه په زړۀ پورې لوبه به ووينو .

د پام وړ خبره دا ده چې له ٢٠٠٠ کال څخه راهيسته ايټاليا او فرانسه له يو بل سره نه دي مخامخ شوي .

په هغۀ کال چې نړيوالې اتلولۍ د فرانسې په خاوره کيدې کوربه هيواد ايټاليا ته دوه يو ماتې ورکړې وه .

له لويه سره ايټاليا او فرانسې له يو بل سره ٣٢ لوبې کړي دي چې ١٧ يې ايټاليا گټلي ، ٧ يې فرانسې گټلي او ٨ نورې يې مساوي پاى ته رسيدلي دي . فرانسې په دغو ٣٢ لوبو کې ٤٤ گولونه کړي او ايټاليا ٧٥ گولونه لري .

په روانو اتلوليو کې د ايټاليا لوبې
د ايټاليا گولونه بيلا بيلو لوبغاړو کړي دي يو يې هم د انزاگي په برخه شوى دى

ايټاليا ٢ گانا صفر
د ايټاليا گولونه پيرلو او ايکوينتا وکړل .

ايټاليا ١ متحدو ايلات ١
د ايټاليا گول گلاردينو وکړ

ايټاليا ٢ چيک جمهوريت صفر
د ايټاليا گولونه متارازي او انزاگي وکړل

ايټاليا ١ استراليا صفر
د ايټاليا گول ټاټي وکړ

ايتاليا ٣ اوکراين صفر
د ايټاليا گولونه ، زمبروتا ، توني او بيا هم توني وکړل .

ايټاليا ٢ جرمني صفر
د ايټاليا گولونه گروسو او دلپيارو وکړل

په روانو اتلوليو کې د فرانسې لوبې
د فرانسې فوټبال مينه وال سترگې په لاره دي چې لوبډله به يې بيا د ١٩٩٨ کال په څير نړيواله اتلولي ورته گټي .

فرانسه صفر سويس صفر

فرانسه ١ سويلي کوريا ١
د فرانسې گول ټيري هانري وکړ

فرانسه ٢ توگو صفر
د فرانسې گولونه پټريک ويرا او ټيري هانري وکړل

فرانسه ٣ اسپانيا ١
د فرانسې گولونه ريبيري ، ويريا او زيدان وکړل .

فرانسه ١ برازيل صفر
د فرانسې گول ټيري هانري وکړ

فرانسه ١ پرتگال صفر
د فرانسې گول زيدان وکړ .

د دريم مقام لوبه

جرمني د دريم او څلورم مقام لپاره لوبه له پرتگال څخه په اسانۍ وگټله . لوبه په لومړۍ برخه کې بې له کومه گولونه مساوي روانه وه .

د لوبې د دويمې برخې له پيله ١٠ دقيقې وروسته د جرمني شواتسنيگر گول کړ . له دغه گوله ٥ دقيقې وروسته د پرتگال پتيت پر ځان گول وکړ او ١٥ دقيقې وروسته شواتسنيگر د دريم گول په کولو کوربه هيواد ته دريم مقام حتمي کړ .

پرتگال د لوبې په ٨٧ دقيقه کې خپل يوازينى گول ترسره کړ چې د نونو گوماس په برخه شو .

تر لوبې وړاندې لا د پرتگال برازيلي روزونکي ويلي و چې دغه لوبه د زړۀ ماتو لوبغاړو ترمنځ ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت