|
د زيدان پيناتي فرانسه پايلوبې ته ورسوله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو د پايلوبې يا فاينل دواړه لوبډلې تر هغه وروسته څرگندې شوې چې فرانسې پرتگال ته په دويمه نيمه پايلوبه کې يو صفر ماتې ورکړه . اوس به د يکشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٨ د جولاى ٩ ) ايټاليا له فرانسې سره بخت ازمويي چې نړيواله اتلولي وگټي . د فرانسې او پرتگال لوبه
د پرتگال او فرانسې لوبه د يوې تجربه لرونکې او يوې ځوانې لوبډلې ترمنځ سيالي وه . د فرانسې په لوبډله کې نژدې نيمايي هغه لوبغاړي وو چې د ١٩٩٨ کال نړيوالې اتلولۍ يې گټلې وې او اوس د خپل لوبيز ژوند په وروستيو کلونو کې دي . پرتگال بيا د کرستيانو رونالدو ، ډيکو او يو شمير نورو ځوانو لوبغاړو په لرلو نه يوازې ولوله او جذبه لرله بلکې ظاهرآ له منډو او چلونو ډک وو . په پاى کې د ټيرې هانري نڅاگرو پښو او د ذهن چټکتيا د پرتگال مدافع لوبغاړى کوارلو اړ کړ چې د ډي کرښې دننه پښه ورته کېږدي او راويې پرځوي . دا د لوبې ٣٣ دقيقه وه چې د ټولې لوبې برخليک هم ورسره وتړل شو . زيدان د لوبڅار يا ريفري په امر د پيناتي هڅه شوټ کړه او د پرتگال گول ساتونکى چې په منځلوبه يا کواټر فاينلز کې له انگلستان سره د پيناتي په هڅو کې ښه ځليدلى و ونه توانيد چې د زيدان د ښي لاس شوټ راوگرځوي . دغه گول په داسې وخت کې وشو چې پرتگال په لوبه نژدې لاس برى و . تر دغې گړۍ تر ډيره ځايه توپ له پرتگالي لوبغاړو سره و خو کاري بريد او شوټ يې نه درلود. په فوټبال کې مشهوره خبره دا ده چې که له خپل چانس څخه گټه وانه خيستل شي وروسته بايد لاس ومروړې او نور څه به درته پاتې نه وي . د لوبې په دويمه برخه کې د فرانسې له خوا د هاتري او زيدان ځينې لويې وړې هڅې وې چې پرتگالي گول ساتونکي راوگرځولې . له لويه سره فرانسې پر لوبې کنټرول لارۀ او شايد په حقه وه چې د يکشنبې د ورځې پايلوبې ته يې لار ومونده . پرتگال له ١٩٧٥ کال څخه راهيسته فرانسې ته ماتې نه ده ورکړې دا چې دغه زړۀ ماتونکى ريکارډ به کله ماتوي لا هم ورته وخت شته . پرتگال به اوس د دريم مقام لپاره له کوربه هيواد جرمني سره لوبه کوي خو فرانسه به له ايټاليا سره د يکشنبې په ورځ د نړيوالې اتلولۍ د گټلو هوډ کوي . فرانسې يو ځل ( ١٩٩٨ ) فوټبال نړيوالې اتلولۍ گټلي دي خو ايټاليا دغه وياړ درې ځله ( ١٩٣٤-١٩٣٨-١٩٨٢ ) خپل کړى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||