|
ايټاليا د فوټبال پايلوبې ته ورسيده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو په لومړنۍ نيمه پايلوبه يا سيمې فاينلز کې کوربه هيواد جرمني له ايټاليا څخه دوه صفر ماتې وخوړه . ايټاليا به د پرتگال او فرانسې ترمنځ د کيدونکې لوبې له بريالۍ غاړې سره پايلوبه کوي . د جرمني او ايټاليا لوبه
جرمني ايټاليا ته د نړيوالو اتلوليو يا د اروپا د لويې وچې په اتلوليو کې کله ماتې نه وه ورکړې . جرمن لوبغاړو او مينه والو هيله لرله چې په خپل کور به دغه ناهيلي په خوښۍ بدلوي . د لوبې په ټاکلو ٩٠ دقيقو کې داسې کوم څرک نه و چې گواکې د جرمن لوبغاړو هيلې به په ناهيلو بدليږي . ايټاليا له پخوانيو لوبو خلاف له هغه پيله د بريد تکل وکړ . د لوبې په لومړنيو ٤٥ دقيقو کې ايټاليايي لوبغاړو څو د پام وړ بريدونه وکړل خولږ تر لږه يو ځل د جرمني گول ساتونکي لېمن د دوى مخه دب کړه . د لوبې په دويم پړاو کې هم د دواړو غاړو له خوا بريدونه وشول خو ورو ورو داسې ښکاريدل چې دواړه لوبډلې د پنځو پيناتي هڅو لپاره ځان چمتو کوي . د اضافي ٣٠ دقيقو په وروستۍ دقيقه کې د ايټاليا فبيو گروسو گول وکړ . جرمن لوبغاړي هيښ شول خو لا يې هيله لرله چې په وروستيو ثانيو کې به گول مساوي کړي ..
د جرمنيانو بې دريغه پرمخ تلنې ايټاليا ته بله موقعې ورکړه او الساندرو دلپيارو په وروستيو ثانيو کې دويم گول وکړ د دويم گول له ترسره کيدو لږ وروسته لوبڅار يا ريفري د لوبې د ختميدو شپېلى وواهۀ . جرمن لوبغاړي او مينه وال وليدل شول چې پر مخ يې اوښکې بهيږي . دويمه نيمه پايلوبه نن ( چارشنبې د چنگاښ ١٤ د جولاى ٥ ) پرتگال له فرانسې سره بخت ازمويي . د پرتگال لوبډله به د ډيکو په راستنيدو لا پياوړې شي . ډيکو د دويم پړاو په لوبه کې له هالنډ سره سور کارډ ليدلى و او په منځلوبو کې له انگلستان سره ونه لوبيد . فرانسوي لوبغاړي که څه هم برازيل ته په ماتې ورکولو له هوډه ډک ښکاري خو شپږ لوبغاړي يې يو ژيړ کارډ لري که په دې لوبه کې هم کارډ وويني ښايي له بلې لوبې راوگرځول شي . بله لوبه هم پايلوبه ده چې يوازې د گوتو په شمار لوبغاړو په نصيب کيږي . د فرانسې لوبډله ورو ورو په روانو اتلوليو کې وغوړيده پرتگال بيا له هغه پيله ښه لوبيده .
دواړه دغه لوبډلې سره مساوي ښکاري خو تجربې ته په پام سره ښايي فرانسه برلاسې وي . پرتگالي لوبغاړي په عمر تر فرانسوي هغو کم دي . د فرانسې په لوبډله چې څلور پنځه داسې لوبغاړي شته چې په ١٩٩٨ کال کې يې نړيوالې اتلولۍ گټلې وې . پرتگال لا تر دا دمه دغه ډول وياړ نه لري . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||