|
د فوټبال نړيوالو اتلوليو دريم مقام | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو يوازې دوه لوبې پاتې دي . د دريم او څلورم مقام او د اتلولۍ وياړ ته دغه دوه لوبې د شنبې ( د چنگاښ ١٧ د جولاى ٨ ) او د يکشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٨ د جولاى ٩ ) کيدونکې دي . د دريم مقام لپاره کوربه هيواد جرمني له پرتگال سره او د اتلولۍ د وياړ ترلاسه کولو لپاره فرانسه له ايټاليا سره بخت ازمويي . د دريم مقام لپاره لوبه په نړيوالو اتلوليو کې دريم مقام عمومآ د دوه زړۀ ماتو لوبډلو سيالي وي . دغه لوبه ډير کله داسې ښکاري لکه دواړه لوبډلې چې چا په زور لوبې ته اړ ويستې وي . دواړو لوبډلو د يوۀ لوى وياړ د ترلاسه کولو ښه موقعې له لاسه ورکړې وي . د هر لوبغاړي په سر کې دا خبره تيريږي چې که نيمه پايلوبه يې گټلې واى په پايلوبه کې به لوبيدل . جرمني چې نړيوالې اتلولۍ درې ځله گټلي دي ( ١٩٥٤ ، ١٩٧٤ او ١٩٩٠ ) د دريم مقام وياړ ښايي ورته ډير زړۀ راکښونکى نه وي . خو له دې خبرې سره هم جرمن لوبډله په دې ښه پوهيږي چې په خپل هيواد کې يې لوبې روانې دي او خپل مينه وال به ورڅخه د ښې لوبې هيله لري .
د فيگو په څير لوبغاړى چې يو وخت د نړۍ يو له ښو لوبغاړو څخه گڼل کيدۀ اوس پوهيږي چې همدا يې وروستى چانس دى چې په نړيوالو اتلوليو کې يو نه يو مقام ترلاسه کړي . همدې دوو يادو شويو حقايقو ته په پام سره ښايي د دريم مقام لپاره لوبه يو څه توده وي . جرمني تر پرتگال پياوړى ښکاري خو پرتگال هم ښه دفاع لري او دا امکان نه شي رديدلى چې لوبه دې آن پيناتي هڅو ته ورسيږي . خو ډير اټکلونه همدا دي چې جرمني به دغه وياړ ترلاسه کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه ايټاليا د فوټبال پايلوبې ته ورسيده05 جولاى, 2006 | خبرونه د زيدان پيناتي فرانسه پايلوبې ته ورسوله06 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||