BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:39 گرينويچ 2006 ,21 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې عادي بودجه رد کړه

احدي
د ماليې وزير ډاکټر احدي د ولسي جرگې تر پريکړې وړاندې ويل د ملت د استازو غوښتنې سم لاسي نه شي منلى
د افغانستان د ماليې وزارت تر هغه وروسته په سلا مشورو بوخت شوى چې ولسي جرگې يې کالنۍ بودجه رد کړه .

تر يوۀ مياشتني بحث وروسته نن په داسې حال کې ولسي جرگې د روان کال عادي بودجه ونه منله چې د دوى ځينې غوښتنې تر يوۀ ځايه پکې ځواب شوې هم وې .

د ماليې وزارت د معلولينو او شهيدانو د کورنيو معاشونه يو څه ډير کړي خو هغومره نه چې ولسي جرگې يې غوښتنه لرله .

د افغانستان د ولسي جرگې له خوا د روان کال د عادي بودجې نه منل نه يوازې د ماليې وزارت ته يو گوزار دى بلکې په دغه هيواد کې د پرمختيايي چارو په وړاندې د خنډ او ځنډ دليل هم گرځيداى شي .

د افغانستان له مالي کال څخه دوه مياشتې اوړي خو تر اوسه پورې پرمختيايي بودجه په ولسي جرگه کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې .

دليل يې د نورو بوختياو ترڅنگ په عادي بودجې باندې د ولسي استازيو نيوکې وې . دوى د شهيدانو کورنيو ، معلولينو او مامورينو ته د معاشونو د لوړيدو غوښتنه کوله دا هغه څه و چې د ماليې وزارت په خپل وس کې نه ليدل .

د جوړ جاړي د يوې وروستۍ هڅې په توگه د ماليې وزارت يوازې معلولينو او د شهيدانو کورنيو ته په مياشتني معاش کې د دريمې برخې د زياتولو غږ وکړ خو دا هم د ولسي جرگې غړيو ته د منلو نه و .

د ولسي استازيو استدلال دا و چې د سلاکارانو او ځينو مامورينو معاشونه خورا لوړ دي بايد هغه کم شي .

د بودجې تر رديدلو وړاندې د ماليې وزير انوارالحق احدي ويل چې کيداى شي په يو څه ځنډ د معاشونو د لوړيدا غوښتنه پر مرستندويانو ومني .

د ماليې د وزارت لوړ پوړي چارواکي اوس په خپلو کې په غونډو بوخت دي او گوري چې د ولسي استازو له لورې منفي ځواب ته څه ډول غبرگون وښيي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت