BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:49 گرينويچ 2006 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ماليې وزارت : د ولسي جرگې وړانديزونه نه شو منلى

ولسي جرگه
د ولسي جرگې غړي وايي هغوى له اضافي لگښتونو او تجملي مصارفو ځينې بودجه کمه کړي
د افغانستان د ماليې وزارت وايي د ولسي جرگې له خوا د روان کال په بودجه کې تعديلات سم لاسي نه شي منلى ، ولسي جرگې له ډيرو تودو خبرو وروسته دغه تعديلات ولسمشر ته وسپارل چې د ماليې د وزارت په وينا دغه چاره مخامخ له دوى سره هم کيداى شوه .

په دغو تعديلاتو کې د ولسي جرگې يوه غوښتنه دا ده چې د روان کال په بودجه کې دې د دولت د کارکونکو ، معيوبينو او د شهيدانو د کورنيو مياشتينۍ تنخواوې لوړې کړاى شي خو د ماليې وزارت مرستيال وحيدالله شهراني وايي دا کار سملاسي شونى نه بريښي .

د ولسي جرگې غړي بيا وايي هغوى له اضافي لگښتونو او تجملي مصارفو ځينې بودجه کمه کړي او د دولت د کارکونکو په مياشتنيو امتيازاتو کې يې د زياتونې غوښتنه کړې .

ددې تر څنگ ځيني وکيلان دا هم وايي چې د دولت د کارکونکو لپاره دې کوپوني مواد وويشل شي خو ښاغلى شهراني دا کار هم په مرستندويانو پورې تړلى بولي او وايي چې مرستندويه هيوادونه غواړي چې که چيرته زياتوالى هم راځي په مياشتنيو معاشونو کې به راځي خو د موادو ويشنه له امکانه لرې خبره ده .

دا لا معلومه نه ده چې د ماليې د وزارت له لورې هر پورته کيدونکي گام ته به د ولسي جرگې د غړو غبرگون څه وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت