BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:50 گرينويچ 2006 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ولسي جرگې لا تر اوسه بودجه نه ده منلې
ولسي جرگه
ولسي جرگه د مامورينو د معاشونو په برخه کې سره وېشلې ده
د افغانستان د ولسي جرگې استازيو گواښ کړی تر هغې پورې چې د دولت د کارکونکو په مياشتينيو تنخواو کې زياتوالى نه وي راغلى د روان کال بودجه به وه نه مني ، په پام کې وه چې دغه بودجه د جرگې په ننۍ ( پنجشنبې د غويي ١٣ د مۍ ٤ ) غونډه کې يا رد او يا هم تائيد شي ، وروسته وپتيل شوه چې د ١٨ گونو جرگگيو مشران او ځيني غړي دې په خپلو کې جرگه شي او د دغې ستونزې د غوڅولو لارې دې جوتې کړي .

سره له دې چې د ولسي جرگې استازي د دغې لانجمنې موضوع په سرد دوو اونيو را په دې خوا غونډې کوي خو تر اوسه کومې پايلې ته سره نه دي رسيدلي په پام کې وه چې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې دغې لانجې ته د پاى ټکى کيښودل شي خو اوس داسې ښکاري چې د جرگې غړي د همدغې موضوع په سر په دوو ډلو سره ويشل شوي دي ځيني وايي تر اوسه په دغې بودجې زيات کار شوى او د دولتي کارکونکو په مياشتنيو تنخواگانو کې زياتوالى شونى نه بريښي .

 که په جوړه شوې بودجه کې گوتې ووهل شي نو د سمون پر ځاى به موضوع نوره هم د کړکيچ په لورې لاړه شي
ببرک شنوارى

خو بلې غاړې ته استازي وايي په هر ډول چې کيږي په سږنۍ بودجه کې دې د دولت د کارکونکو په مياشتينيو معاشونو کې بدلون را شي ، د ارزگان ولايت استازې سونا نيلوفر يوه له همدغو لستازيو څخه ده :

( ( زموږ ځينې خلک دا تمه لري چې د هغوى په مياشتنيو امتيازاتو کې بدلون راشي که داسې وه نه شي نو خلک بيا پر موږ باور هم نه کوي او په ٢٥٠٠ افغانيو په يوې مياشت کې د يو ماشوم خرڅ هم نه پوره کيږي ، نو موږ غواړو چې دغه امتيازات لږ تر لږه ٥٠٠٠ افغانيو ته لوړ شي .))

بل لور ته د ولسي جرگې د تيرو ورځو په غونډو کې د افغانستان د ماليې وزير ويلي وه چې اوس مهال په معاشونو کې د زياتونې په سر ورسره مرستندويه هيوادونه نه دي سلا شوي او په عادي بودجه کې هم دومره شونتياوې نه شته چې په سږنۍ بودجه کې د دولت د کارکونکو په معاشونو کې زياتوالى راولي .

د ننگرهار ولايت استازى ببرک شينوارى وايي که په جوړه شوې بودجه کې گوتې ووهل شي نو دسمون پر ځاى به موضوع نوره هم د کړکيچ په لورې لاړه شي :

(( زما له نظره بايد دغه بودجه چې ډير کار پرې شوى د ډيرې لاسوهنې ځپنې خوندي پاتې شي او که په بې مسوليته توگه په کې لاس وهل کيږي نو د گټې پر ځاى به يې تاوان ډير وي ، کيداى شي چې په راتلونکو کلونو کې په بودجه ډير کار وشي او بيا پاس شي .))

د دولت يو شمير کارکونکي ويره لري چې د معاشونو په زياتولو سره به په ښارونو کې بيې نورې هم اوچتي شي ، د هغوى له نظره که چيرته دولتي چارواکي د خوارکي توکو په ويشلو لاس پورې کړي او د پخوا په څير کوپونونه په هغوى وويشل شي هم به يې اقتصادي ستونزې تر يوه بريده هوارې شي او هم به په بازارونو کې بيې کنټرول شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت