BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:25 گرينويچ 2006 ,20 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شهراني : د مامورينو د معاشونو پر لوړيدو غور کوو

ولسي جرگه
ولسي جرگې له يوې مياشتې هم ډيره موده د بودجې په سر بحثونه وکړل
د افغانستان د ماليې وزارت وايي که نړيوالو مرستندويانو ورسره ومنله نو د دولتي مامورينو معاشونه به لوړ کړي .

دغه خبره د ماليې وزارت په داسې وخت کې بي بي سي ته وکړه چې د ولسي جرگې له خوا د افغانستان پر کالنۍ بودجې روان بحث بيا هم بې له کومې نتيجې تر يوې بلې ورځې وځنډيده .

ولسي جرگې ويلي په راتلونکې غونډه کې به يا دغه بودجه مني او يا به يې ردوي .

د افغانستان ولسي جرگې له نژدې يوۀ مياشتني بحث وروسته هم د دغه هيواد پر کالنۍ بودجې پريکړه ونه کړاى شوه .

د نننۍ ناستې په پاى کې خبره په دې غوټه شوه چې په راتلونکې غونډه کې به د روان کال بودجه يا مني او يا به يې هم چورلټ ردوي .

که څه هم په نننۍ اجندا کې د بودجې مساله نه وه شامله خو د ولسي جرگې مشرتابۀ په رسنيو کې پر دوى د نيوکو له امله او د بودجې د ځانگړي اهميت له کبله راوړاندې کړه .

ځينو استازو دغه عمل غوره ونه بالۀ او ويې ويل چې پر قاضيانو پيل شوى بحث بايد بشپړ شوى واى .

د بودجې په سر بحث بيا هم د پخوانيو هغو په څير په داسې اړخونو راڅرخيدۀ چې تکرار شوي او بې ځوابه پاتې شوي و . د ولسي استازو غوښتنه هغه وه چې د مامورينو ، معلولينو او د شهيدانو د کورنيو معاشونه دې ډير شي .

جرگې ته وربلل شوي د ماليې د وزارت مرستيال وحيد الله شهراني بيا هم د مرستندويانو يادونه کوله او ويل يې چې د هغوى له هوکړې پرته دغه غوښتنه نه شي پر ځاى کولى .

د ولسي جرگې نننۍ ناسته تر نور کله ژر پاى ته ورسيده .

د ولسي جرگې له تالاره دباندې د ماليې د وزارت مرستيال وحيد الله شهراني بي بي سي سره په خبرو کې لا هم هيله من و :

(( موږ د رتبو د معاشاتو لپاره يو منظم پلان جوړ کړى چې د دې اوونۍ په پاى يا د راتلونکې اوونۍ په اول کې به يې دونران (( مرستندويان )) تاييد کړي چې لږ تر لږه معاش به ٧٠ ډالره او زيات نه زيات به يې ٥٠٠ امريکايي ډالره کيږي . ))

افغان چارواکي ټينگار کوي چې د دغه هيواد مالي او اقتصادي حالت د دوى په وينا عادي نه دى .

د اوس لپاره د افغانستان د عادي بودجې په سلو کې ٣٨ له بهره تمويليږي .

خو داسې ښکاري چې د ولسي جرگې ځينې استازې د ماليې د وزارت په وينا د افغانستان حقايقو ته پام نه کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت