|
بي بي سي نوروز پخپله سټوډيو کې ونمانځه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نوي کال په لومړى ورځ يانې د نوروز په ورځ بي بي سي د افغانستان لپاره ځانگړې خپرونې لرلې چې له کابل او لندن نه خپريدلې . دا پروگرامونه په ژوندي ډول خپريدل او د افغانستان له مختلفو برخو نه د نوي کال د نمانځنې مراسم او د خلکو ځوږ او ميلې مو له خپلو همکارانو نه په سيمه کې اوريدلې . دلته په لندن کې په پښتو او دري گډو ژبو همکارانو دا پروگرام په گډه چلاوه . هارون يوسفي ، سپين ټني، سيما شادان ، آمنه يوسفي ، ولي عبدالله او نجيبې ليمې د خپلو خبرو يونکو همکارانو شريف وليد او نفيس ټکر اود تخنيکي همکارانو ميرويس مياخېل او اسمعيل مياخېل په ملگرتيا څلور ساعته ژوندۍ خپرونه وړاندې کړه . خپرونه رښتيا هم تفريجي وه چې شعرونه ، ټوکې ټکالې ، لنډۍ، سندرې ، له هنرمندانو سره مرکې او نور په زړه پورې مطالب پکې شامل وو. له مزارشريف نه چې د نوروز د ميلي يو دوديز ځاى دى او هلته هرکال دزرگونو خلکو اوچارواکو په گډون د حضرت علي (ک . م) پر زيارت جنډه پورته کيږي ، په مستتقيم ډول رپوټونه واوريدل شول . د افغانستان له نورو برخو نه د بي بي سي همکارانو د سيمې اوهلته دحالاتو او جشنونو ژوندۍ انځور راکړ. دا خپرونې په مستقيم ډول د انترنت له لارې هم په ژوندۍ توگه خپريدلې. نورې خبرې به اوريدونکي پخپله واوري او که غواړى دا ټول شيان په تفصيل سره واورى لطفا لاندې پروگرامونو باندې کيکاږى .
|
ورسره تړلي نور خبرونه مزار شريف کې د نوي کال لمانځنې بې سارې ښکاري20 مارچ, 2006 | خبرونه نوي کال ته چمتووالى انځوريز رپوټ20 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||