|
مزار شريف کې د نوي کال لمانځنې بې سارې ښکاري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ ولايت مركز مزار شريف د زرګونو افغانانو كوربه دى چې د هيواد له دننه او بهر څخه دغه ښار ته راټول شوي دي چې د افغانستان په تر ګردو سترې ميلې كې ګډون وكړي > دغه ميله د نوي لمريز كال په وياړ د افغانستان په ټولو ولايتونو كې خو د بلخ وليت په مرکز مزار شريف كې په بې ساري ډول لمانځل كيږي .د سره ګل ميلې څخه يوه ورځ وړاندې په دې ښار كې بيلا بيلې دستورې او د ټنګ ټكور پروګرامونه پيل شوي دي . همدا راز د امنيت په اړه تر اوسه پورې چارواكو د ناوړې پيښې د رامنځته كېدو خبر نه دى وركړى . د مزار شريف ښار اوس له ګڼې ګوڼې ډك دى . د هيواد له بيلا بيلو سيمو څخه په زرګونو سيلانيان چې ښځې او ماشومان هم په كې دي د حِضرت علي كر م الله وجهه پر روضه د جنډې د جيګولو په مراسمو كې دګډون لپاره راغلي دي . كه څه نوى لمريز كال د حضرت علي كرم الله وجهه پر روضې د جنډې له پورته كولو سره په رسمي توګه پيليږي خو له دې رسمي مراسمو څخه يوه ورځ وړاندې په دغه ښار كې د موسيقۍ او د نوي كال په خوښۍ كې د بيلا بيلو هيوادونو سندر غاړو خپل هنر وښود .په دغو سندر غاړ كې يو هم پاكستانى سندر غاړى شاهد علي خان دى . د مزار شريف ښاريانو او هغو سيلانيانو چې له نورو سيمو څخه دغه ښار ته راغلي دي د سندرغاړ و له هنر څخه خوند واخييست .ښاغلي علي مشهوره سندره (( لاړ شه ننګرهار ته كميس تور ما ته راوړه *** تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه )) د پاكستان د صدا بهار د موسيقۍ ډله چې درې سندرې يوه پښتو ، يوه اردو او يوه پاړسي وړاندې كړه د خلكو له خوا ډير ې وستايل شوې . سندر غاړي شاهد علي خان خوشالي وښوده چې افغانانو يې د هيواد په شمال كې د هنر په وړاندې له خوښيو ډك احساسات وښودل .دى لومړنى پاكستانى سندر غاړى دى چې د افغانستان په شمال كې كنسرټ وركوي . داد موسيفۍ دريم نړيو ال فيسټوال او كنسرټ دى چې د سره ګل د ميلې په وياړ په مزار شريف كې د افغانستان د فرهنګي او مدني ټولنې له خوا رابلل شوى دى .په دې كنسرټونو كې خلك په وړيا توګه ګډون كوي . امريكايي ، پاكستاني ، تاجكستاني او د ايراني سندر غاړو سربيره افغان سندر غاړي هم په كې ونډه لري . د مدني ټولنې مشر تيمور حكيميار وويل چې دا كنسرټ د يو شمير نړيوالو او كورنيو خيريه ټولنو په مالي مرسته رابلل شوى دى . كه له يوې خوا مزار شريف ته له نورو ولايتونو څخه راغلي خلك د سندر غاړو له هنر څخه خوند اخلي خو له بلې خوا له زياتو ستونزو څخه هم شكايت كوي . تر ټولو لويه ستونزه د سيلانيانو په وړاندې د شپې له خوا د اوسيدو لپاره د ځايونو نشتوالى دى . د سره ګل په ميله كې او د حِضرت علي كرم الله وجهه پر روضې د جنډې د جيګولو په مراسمو كې د ګډون لپاره د هيواد له ګوډ ګوډ څخه خلك راغلي دي . د امنيت ، سولې او خوښۍ په چاپيريال كې د ميلې د لمانځنې لپاره د سميه ييزو چارواكو له خوا ډير ټينګ امينتي ګامونه پورته شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||