| | نعمه د پښتو ژبې يوه له تکړه سندرغاړو ده چې خپله شاعري هم کوي . |
د بي بي سي پښتو وېبپاڼې پتېيلې چې د افغانستان مخکښه سندرغاړې راوبولي چې ستاسو پوښتنو ته ځواب درکړي . لومړنۍ مېلمنه مو د افغانستان تکړه سندرغاړې نغمه ده . که د نغمې پر هنر او د دې پر هنري ژوند پوښتنې لرئ په برېښناليک کې يې راواستوئ . ستاسو پوښتنې به بي بي سي پښتو وېبپاڼه نغمې ته سپاري او دا به په خپله د همدې پاڼې له لارې ځواب درکوي . لطفآ نورې پوښتنې مه راليږئ . په تيرو دوو اوونيو کې مو تر ٧٠٠ ډير برېښناليکونه ترلاسه کړل چې د نغمې ځوابونه دلته لوستلى شئ . ستاسو پوښتنې د نغمې ځوابونه وروستۍ برخه پامير حيران لونگ ، سوات پوښتنه : په لرو بر پښتنو سياستوالو مشرانو کې دې څوک خوښ دي ؟ نغمه : له پاچا خان پرته مې بل خدمت گار سياستوال نه دى ليدلى . خيبر يوسفى کولن جرمني ، عبدالله پيوند کابل پوښتنه : له منگل سره مو په لومړي ځل کله وليدل ؟ نغمه : ١٣٦٠ هجري لمريز کال چې ١٩٨٠ کال کيږي . احمدزى ، نامعلوم ځاى پوښتنه : ورور مې غواړي چې په وادۀ کې يې ته سندرې ووايې په کابل کې مو نيت وکړ خو جنگ شو او ته هم لاړې اوس مې ورور په پېښور کې منتظره دى په وادۀ کې يې سندرې وايې ؟  | لومړنۍ سندره  په ١٧ کلنۍ کې مې لومړنۍ سندره وويله .  نغمه |
نغمه : که سپين سرې هم شم ستا وادۀ ته درځم .ايمل سرخرودى ، کارديف برتانيا، نجم شينوارى قاهره مصر ، سيد فواد احمد عثماني کونړ پوښتنه : په يوې سي ډي کې مې وليدل چې له سندرو سره نڅيږې ، دا هم د بازار اړتيا ده ؟ نغمه : زما پړونى باد پکى ښوروي ما نڅا نه ده کړې دا د عکاسۍ هنر دى چې تصوير لکه نڅا ښيي . نجيبه اعظمي اوتاوا کانادا پوښتنه : د کانادا اوتاوا ته د کانسرت لپاره راتلى شې ؟ نغمه : يوه مياشت وړاندې په کانادا کې وم . په تورنټوکې مې کانسرت درلود . نور حبيب پېښور پوښتنه : د سندرو د ويلو پر وخت ولې سر ښوروې ؟ نغمه : د سندرو ويل اسانه نه دي . صديق صاحبزى کابل پوښتنه : لوڼه دې وادۀ شوي که لا پېغلې دي ؟ نغمه : يه نه دي وادۀ شوي هغوى لا وړې دي . هدايت الله همدرد خوست پوښتنه : خپل څومره شعرونه دې د سندرو په ډول ويلي دي ؟ نغمه : ډير لږ مې ويلي دي شايد درې څلور وي . ډاکټر عبدالقادر نوري کندز پوښتنه : ستاسو په گومان د افغانستان د موسيقي د ښه کولو لپاره څه پکار دي چې له لويديځې او هندي موسيقي سره سيالي وکړي ؟ نغمه : دا گرانه پوښتنه ده ، افغانستان کې لا سندرغاړي ژوند نه شي کولى نو له نورو سره به يې موسيقي څرنگه سيالي وکړي . شمشاد اندړ سويدڼ وزير محمد حق پرست گرديز ، عزت الله تڼى خوست پوښتنه : ولې له منگل سره يو ځاى د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه وايې ؟ او ولې په دې وروستيو کې يو ځايي سندرې نه سره واياست ؟ نغمه : دا د بي بي سي غوښتنه وه چې زۀ يوازې د تاسو پوښتنې ځواب کړم . دوست کلکته هند پوښتنه : پخوا به مو د افغانستان په باب ډيرې سندرې ويلې اوس يې نه واياست ولې ؟ نغمه :اوس يې هم وايم تاسو نه دې اوريدلي . شاهد خان اسلام اباد پوښتنه : ستا غږ مې خوښ دى زما شعرونه په سندرو کې ويلى شې ؟ نغمه : که شعر دې د موسيقي په حساب پوره وي ولې نه . عبدالهادي بلوچستان ، نور حسن او زبير له لندن ، اجمل وردگ لندن پوښتنه : زما په گومان ستا عمر له ٤٠ تر ٤٥ کالو پورې دى . نغمه :غلطه ده .  | د لوڼو د ودولو شرايط  زۀ شرايط نه ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي . تعليم حتمي دى .  نغمه |
رفيع الله حميدي کندهار پوښتنه : گومان کوم ٣٩ کلنه يا ٤٠ کلنه يې ؟ نغمه : که غلط نه ياست سم هم نه ياست . محمود او حميد کراچۍ پوښتنه : زموږ په گومان نغمه ٢٠ کلنه ده . نغمه : هاهاها ها ( خاندي ) هنرمندان نه زړيږي . شهباز خان ملنگى کلکته هند پوښتنه : عمر به دې ٤٨ کاله وي خو ښکارې ٢٥ کلنه ؟ نغمه : خداى ته گوره ، غاړې به دې بندې شي . سهيل نامعلوم ځاى پوښتنه : زما په گومان ٣٥ کلنه يې ؟ نغمه : عمر به مې همدومره وي خو غمونو او مساپرۍ زړه کړې يم . ځدراڼ ويرجينيا امريکا : پوښتنه : نغمه ٢٥ کلنه ده . نغمه : ها ها ها ( خاندي ) په امريکا کې مې سودا کوله ، منگل راته وويل سيگريټ هم راوړه ، ما چې سيگريټ اخيست نو دوکاندارې راته ويل چې عمر دې کم دى سيگريټ نه درکوو . اجمل احمدزى برمينگهم پوښتنه : په مخکينيو ځوابونو کې نغمې وويل چې اوسنى ملي سرود په دې نه وايي چې ملي نه دى ولې ملي نه دى ؟ نغمه : که هغه شعر ولولئ نو بيلا بيل قومونه پکې ياد شوي دي ، زما په گومان دا د ټولوافغانانو وطن دى بايد يوازې افغان پکې ياد شي ، ملي سرود بايد د وطنوالو احساسات وپاروي خو دې سرود زما احساسات ونه پارول او د بې اتفاقۍ نخښه پکې راته ښکاره شوه . حميد وردگ لندن پوښتنه : له منگل سره دې وادۀ د مينې وادۀ و که دوديز وادۀ ؟ نغمه : هنرمندان تل په مينه وادۀ کوي . هنرمندان مينه ناک وي . امين الله وردگ فينلنډ پوښتنه : گنگوسې دي چې دوه کاله وړاندې په پټه افغانستان ته راغلې وې دا رښتيا ده ؟ نغمه : هو دا رښتيا دي . روح الله حبيبي بغلان پوښتنه : که مو څوک له لور سره وادۀ وغواړي څه شرايط بايد پوره کړي .؟ نغمه : زۀ شرايط نه ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي . تعليم حتمي دى . مبشر پښتون ملبورن استراليا پوښتنه : استراليا ته ولې نه راځې دلته دې مينه وال خورا ډير دي ؟ نغمه : استراليا ته نه يم تللې خو نيت لرم . اجمل ځاځى پېښور پوښتنه : د پکتيا خلک دې خوښيږي ؟ نغمه : زما د افغانستان ټول خلک خوښ دي . د پکتيا پښتانۀ بيا ډير ښه راته ښکاري . نور سلام سهاک لندن پوښتنه : يو وخت دې په لندن کې کانسرت و له دوو سندرو وروسته کانسرت ختم شو ، موږ پوى نه شو تاسو يې علت راته ويلى شئ ؟ نغمه : ځينو کسانو ويلي وو چې بم دى خو هيڅ نه و خو پوليسو د احتياط له امله کانسرت بند کړ . نصير احمدي ويانا اتريش پوښتنه : بايد غزل هم ووايې ، ولې يې نه وايې ؟ نغمه : ما ډير ويلي خو تاسو به نه وي اوريدلي . سيدال مايار نيو جرسي امريکا پوښتنه : ولې دري سندرې هم د پښتو غوندې ښه نه وايې ؟ نغمه : هڅه کوم خو مورنۍ ژبه مې پښتو ده . محمد يار سعيدي دوبۍ ، تاج انور اعجاز خټک دوبۍ ، شيرشاه خاوري اوسلو ناروې پوښتنه : دوبۍ ته ولې نه راځئ ؟ ناروې ته کله راځئ ؟ نغمه : دوبۍ ته تل ځم او پروگرامونه هم لرم او ناروې ته يو ځل تللې يم کانسرت مې درلود . مسيح الله نصرت روتردام هالند پوښتنه : ولې په افغانستان کې نه پسې پاتې کيږې ؟ نغمه : که شرايط سم شي ولې نه . اوس مې اولادونه لا واړۀ دي سبق وايي . امير محمد امين لوگر پوښتنه : که افغانستان کې بيا ژوند پيل کړې نو په کابل کې به وې که په کندهار کې ؟ نغمه : ما ته ټول افغانستان يو دى . خو شايد په کابل کې به يم . نور ځلاند خوست پوښتنه : کوم رنگ دې خوښ دى او کوم رنگ چاى دې خوښيږي .؟ نغمه : ټول رنگونه راته ښه ايسي خو تور رنگ او تور جيگري رنگ مې په جامو کې خوښ وي . شنې چاى څښم او ډيرې يې څښم . ولي کامران هلمند پوښتنه : انگريزي دې په امريکا کې نه ده زده کړې .؟ نغمه : يو څه مې زده ده خو ډيره به نه وي . پښتو مو لا چيرې سمه زده کړه چې لا نورې پاتې وي . کلثوم افغانۍ اسلام اباد پوښتنه : نغمې جانې ډيره مې ياديږې پاکستان ته نه راځې ؟ نغمه : اوس په پاکستان کې يم . ولي رحمان سيدزى خوست پوښتنه : ولې دې د سندرو په ويلو پيل وکړ ؟ نغمه : مينه مې ورسره وه . بينظير صاحبزۍ مالمو سويډن پوښتنه : په ښځينه سندرغاړو کې دې د چا غږ خوښ دى ؟ نغمه : د ټولو کار ته په درنه سترگه گورم خو په افغانستان کې قمرگله ، ناهيده ، پرستو او ځينې نور .  | د چايو په باب  شنې چاى ډيرې څښم ډيرې مې خوښې دي .  نغمه |
نظير انگار سويډن پوښتنه : د کورنۍ نور غړي ، مور، خور او وروڼه ، ستا د سندرو په برخه کې څه وايي ؟ نغمه : اول ورسره مخالف وو اوس عادي شوي دي . لطيفه نوري لندن پوښتنه : ستا د خوښې خواړۀ څه دي ؟ نغمه : ټول د خداى نعمتونه دي . ډير مې کبان خوښ دي ، کله کله مې زړۀ وايي چې سمندر ته پسې ټوپ کړم . حيات الله حيات دوبۍ پوښتنه : کله به له هنري ژونده تقاعد اخلې ؟ نغمه : چې کله زړۀ شم . عطا الرحمن پېښور پوښتنه : د پاکستان په سندرغاړو کې دې څوک خوښ دي ؟ نغمه : خيال محمد او شکيله ناز . اصيل گا توتاخيل پېښور پوښتنه : د ژوند يو ارمان مې ستا مخامخ ليدل دي ايا دا ممکن دي ؟ نغمه : ولې نه . دا خو ناچيز ارمان دى خداى به يې پوره کړي خو که زۀ ژوندۍ وم . اوږۍ رڼا ډنمارک پوښتنه : د مارچ د ٨ نېټې مبارکي درکوم چې د ښځو نړيواله ورځ ده . نغمه : مننه . د ښځو مقام خورا لوړ دى د نړۍ ټول پوى خلک د مور په غيږ کې لوى شوي ، خداى پاک ښځې د مينې لپاره راليږي . ښځه هغه ذات ده چې په يوۀ لاس کې زانگو او په بل نړۍ زنگوي . مريم باور هامبورگ جرمني پوښتنه : په دې مرکه کې ولې د نغمې غږ نه شو اوريدلى ؟ بي بي سي پښتو وېبپاڼۀ : دا يوازې د وېبپاڼې لپاره مرکه ده د نغمې نورې مرکې پخوا په غږ کې خپرې شوې دي . شفيق توتاخيل ميشيگن امريکا پوښتنه : د چا شعرونه ډير کاروې ؟ نغمه : بيلا بيل شاعران ، هر شعر چې مې خوښ شي . اکبر خان خروټى دوبۍ پوښتنه : منگل مشر دى که ته ؟ نغمه : خداى دې انصاف درکړي .  | د خوښې خواړۀ  کبان مې ډير وښ دي وايم سمندر ته پسې ټوپ کړم .  نغمه |
حسن دلدار پېښور پوښتنه : ايا دا منې چې ستا تر غږ ستا د ښکلا مينه وال ډير دي ؟ نغمه : قضاو ت ستاسو دى . مارينا اريا کندز پوښتنه : په څو کلنۍ کې دې لومړنۍ سندره وويله ؟ نغمه : ١٧ کلنه وم . عبدالرازق کوټه پوښتنه : دا ډول مرکې مې خوښې شوې نور سندرغاړي هم راوغواړئ . بي بي سي پښتو وېبپاڼه : ژوند دې وي په همدې نيت مو دا لړۍ پيل کړې ده . ارمان خان لندن پوښتنه : د افغانستان په باب ستا نظر څه دى فکر کوئ چې هر څه به عادي شي ؟ نغمه : تر څو چې ټوپکماران وي او جنگونه وي ژر به حالات عادي نه شي . سميع الله خان اتمانزى ، وحيد الله کوټه پوښتنه : په قام څوک يې ؟ نغمه : سيده يم . وحيد حضرت ننگرهار پوښتنه : د استاد منور په باب ستا نظر څه دى ؟ نغمه : استاد منور ډير ښه هنرمند و خو له بده مرغه د پېښور په کوڅو کې په حق ورسيد . زما يې غږ خوښ وو . اصف هزاربوز پېښور پوښتنه : نغمې ته څه پخولى شې ؟ نغمه : زۀ هر څه ښه پخوم ځکه چې د کور ميرمنه يم . وريجې ښې پخوم او کبان او ښوروا ښه پخوم . زابلى احمد کندهار پوښتنه : اولادونه دې سبق وايي ؟ نغمه : هو . دويمه برخه  |  د بازار اړتيا د خلکو ده نو يو څه بايد د خلکو ذوق ته پام وکړو .  نغمه |
عبدالله عارفي ، کراچۍ پوښتنه : ولې په کندهارۍ لهجه سندرې نه وايې ؟ نغمه : پښتو ټوله يوه ده . ساجد خليق بنو ، نبي غلام جرمني پوښتنه : ستا لور مو وليده چې په خيبر تلويزيون کې يې د (( زما اشنا راځي )) سندره وويله ، ايا دا غواړي چې مسلکي سندرې ووايي ؟ نغمه : يه درواغ دي تاسو بل څوک ليدلي دي . فيض الله جان کوټه ، ظهير کابل پوښتنه : زما په گومان ته ٤٢ کلنه يې . که عمر دې هر څه وي ښکلې يې . نغمه : د پوښتنې وروستۍ برخه ښه ده او اوله برخه مو لا سمه نه ده ، اصلي عمر تاسو پيدا کړئ . اسرار محمد کابل پوښتنه : په امريکا کې څه کوې ، کوم کار لرې ، که هو څه کار دى ؟ نغمه : امريکا کې کار نه کوم ، په هنر او د کور په کار بوخته يم . عبدالجبار صديقي پاکستان پوښتنه : افغانستان کې بيا د پاتې کيدو هيله لرې که نه ؟ نغمه : بالکل . خو دا وار نه ، البته که په ذهني توگه چمتو شم نو همداسې به وکړم . ليلما ناصري کابل پوښتنه : خوښه شوم چې له منگله نه يې جلا شوې ، ته وايې چې وروستۍ سندرې دې نه دې خوښې چې نه دي دې خوښې ولې دې ويلې ؟ تاسو د بازار اړتيا يادوئ خو گومان کوم چې تاسو نور دغه ډول اړتياو ته بايد پام ونه کړئ . نغمه : د بازار اړتيا د خلکو ده نو يو څه بايد د خلکو ذوق ته پام وکړو . اعماد بېنوا دوبۍ پوښتنه : له منگله پرته بل چا هم کله درسره د وادۀ کولو هيله ښوولې ده ؟ نغمه : تر وادۀ مخته خو ډيرو خلکو دا غوښتنه کړې وه . متل دى سل يې گوري يو يې غواړي . سمسور مندوزى خوست ، عبدالله دانش پېښور پوښتنه : د ماشومانو نومونه دې څه دي ؟ نغمه : لېمه ، مدينه ، انور او خيبر . عبدالحنان کندهار پوښتنه : پنځه وخته لمونځ کوې ؟ نغمه : درواغجنه به شم که پنځه وخته ياد کړم خو هڅه تل کوم چې ټول وکړم . شريف عبدالله کراچۍ پوښتنه : يو وخت د پوليسو په ځواک کې وې کله به بيا هم ورشې ؟ نغمه : د پوليس په ډول نه وم بلکې هلته مې هنري فعاليت کاوۀ . واصل الله يار خوست ، عزت الله تڼى خوست پوښتنه : له نورو سندر غاړو سره ولې سندرې نه وايې ؟ او ولې له منگل سره اوس سندرې نه ريکارډوې ؟ نغمه : له نورو سندر غاړو سره د سندرو نه ويل خپل علت لري چې دلته يې يادول نه غواړم ، او د منگل غږ خپله ښکلى دى ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم . نور احمد امين کندهار پوښتنه : که افغانستان ته راغلې کندهار ته به هم راشې چې کانسرت راکړې ؟ نغمه : ولې نه ، که مې څوک وغواړي نو نه يوازې کندهار بلکې د هيواد ټولو ولايتونو ته ځم . هيبت الله ممبۍ هند ، سميع سلطاني ډنمارک پوښتنه : په هند او ډنمارک کې کانسرتونو ته چمتو يې ؟ نغمه : هو ولې نه .  |  د منگل غږ خپله ښکلى دى ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم .  نغمه |
طاهر هاشمي لندن ، عتيق الله رحمتي سويډن پوښتنه : په امريکا کې تنهايي نه احساسوې ؟ تاسو بله خور هم لرئ که هو چيرې ده ؟ نغمه : ډير زيات ، زړۀ مې وچاود ، هو بله خور لرم هغه هم په امريکا کې ده . عزيز الله خوستى فينلنډ پوښتنه : ستا شعرونه چې لولم داسې راته ښکاري چې په ژوند کې يو چا ډيره ځورولې يې ايا دا رښتيا دي ؟ نغمه : ژوند له ځوريدليو سره تړلى وي خو دا چې چا ځورولې يم دا نه وايم . مرزا علي خان ځدراڼ او ذبيح اله طوطاخيل مسکو پوښتنه : لومړنۍ سندره دې کومه يوه وه ؟ نغمه : زما خپل شعر و ، سوځم په غمو کې په چلند د زمانې وځې مې له خولې ستا د مينې ترانې سميع ساکزى هالند پوښتنه : اوريدلې مي دي چې په امريکا کې دې يو البوم ډک کړى دا کله خپريږي ؟ بله پوښتنه مې دا ده چې کله دې مرستندوى يا خيريه کار کړى دى ؟ نغمه : هو البوم ډک دى شايد لږ وروسته بازار ته وړاندې شي . مرستندوى کار تل کوم . د ځلوزو کمپ لپاره مې يو کانسرت څو کاله وړاندې ورکړى و ، بل هم د کونډو او ماشومانو لپاره و . رحيم لوگرى کابل پوښتنه : اوريدلې مې دي چې ستا مشرۍ لور د بابرزي له زوى سره وادۀ کړى دى دا رښتيا دي ؟ نغمه : د بابر زي زوى پنځه کلن دى . که مې بله لور پيدا شوه بيا به يې گورو . د ځوابونو لومړۍ برخه شمس شفق خوست پوښتنه : ريښتينى نوم دې څه دى ؟ نغمه : ښاپيرۍالله نور نوري هالند پوښتنه :اوس چيرې ژوند کوې ؟ نغمه : په امريکا کې . احمد سعيد عاطفي ، کندهار او حاجي اپريدى سروري ، پکتيا پوښتنه :له کله چې پاکستان ته تللې يې موسيقي دې بدله شوې ده علت يې څه دى ؟ نغمه : واضح خبره ده په افغانستان کې چې کوم موسيقي غږوونکي و هغوى نشته او بله دا چې د نورو هيوادونو اغيز هم وي . د بازار اړتيا هم ده خو دا زما ذوق نه دى اړتيا ده .  |  له منگله نه يم جلا شوې .  نغمه |
نواب ، گرديز ، امان عرفان کندهار ، علاالدين گران چمن ، عبدالمالک سپين بولدک ، ډاکټر قاهر نوري کندز ، غفاري کانادا ، سيد شاه مسعود بلجيم ، جمعه دين اقبالي ناروې ، ، جمال توتاخيل گرديز ، نور حسن سهاک لندن ، پوښتنه :کله افغانستان ته راځې ، څو اولادونه لرې او ايا اولادونه دې هم سندرې وايي که نه ؟ نغمه : نيت لرم چې ژر افغانستان ته ولاړه شم ، رسمي بلنه راکړل شوې . څلور اولادونه لرم دوه زامن او دوه لوڼې ، دوى له سندرو سره مينه لري . شمشاد گاونډى هالند پوښتنه :خپله ښکلى غږ لرې ولې اولادونه سندرو ته نه پريږدې ؟ نغمه : دا زما کار نه دى د هغوى خپله خوښه ده . جبار باجوړى فينلنډ پوښتنه :په څو ژبو خبرې کولى شې ؟ په فينلنډ کې به کانسرت ته چمتو شې ؟ نغمه : په دوو ژبو خبرې کوم پښتو مې مورنۍ ژبه ده او دري هم وايم . که هيوادوال مې په فينلنډ کې وي او بلنه راکړي په مينه ورځم . ډاکټر ميوند برمينگهم انگلستان پوښتنه :اوريدلي مې دي چې يوه لور دې په يوۀ پاکستاني پوځي چارواکي واده شوې ده دا رښتيا دي ؟ نغمه : نه دا درواغ دي .  |  په ژوند کې ډيره ځوريدلې يمه ، پوښتنه يې مه کوئ .  نغمه |
صابر خان احمد زى ناروې ، نور ځلاند نامعلوم ځاى ، احمد مير خيل ، اسد الله خالد لندن ، قدر گل جرمني ، ذاکر شينوارى اسلام اباد ، امان احمدزى پېښور ، احمد نيويارک ،محمد اسحق دوبۍ ، حامد وردگ لندن ، جان اڅکزى کلفورنيا ، سيد مسکو پوښتنه :په رښتيا له منگل څخه جلا شوې يې ؟ نغمه : دا هم درواغ دي . اجمل وردگ لندن په لندن کې به بيا کله کانسرت ورکوې ؟ نغمه : هر کله چې مې نصيب وشو .  |  ستاسو په فکر به څو کلنه يم تاسو خپله ځواب راکړئ او ښه قضاوت وکړئ بې انصافي مه کوئ  نغمه |
لونگ خان مخلص ، چمن پوښتنه :د افغانستان د ملي سرود ويلو ته چمتو يې ؟ نغمه : د اوسني ملي سرود ويلو ته نه يم چمتو ، دا سرود چې مې لوستى دى زما په گومان د يوۀ واحد ملت خبره نه کوي . زبيح الله کوټوال ، ننگرهار پوهنتون پوښتنه :د خپلو زده کړو په باب راته ووايه چې څه مو لوستي دي ؟ نغمه : زده کړې مې نيمگړې پاتې دي ، تر ١٢ ټولگې مې سبق ويلى او نورې زده کړې د شرايطو قرباني شوې . سمسور حميد ، سويډن ، عبدالهادي خان کوټه ، لېمه افغان سندياگو امريکا ، پوښتنه :څو کلنه يې ؟ نغمه : ستاسو په فکر به څو کلنه يم تاسو خپله ځواب راکړئ او ښه قضاوت وکړئ بې انصافي مه کوئ . سميع الله خان روښان چمن ، فهيم ځاځى انگلستان ، پيوستون يوسفي جرمني ، اباسين پکتيانى سويډن پوښتنه :څو سندرې لرې ؟ نوې سندرې دې ولې نشته ؟ نغمه : حساب يې نه دى رامعلوم ، تر زرگونو اوښتي دي ، نوې سندرې مې تير کال ويلې وې اوس هڅه کوم چې سندرې کمې خو کيفيت يې لوړ وساتم . غرغښت ، دوشنبې تاجکستان پوښتنه :په ژوند کې ځوريدلې يې ؟ نغمه : ډير زيات . پوښتنه يې مه کوئ . هيبت الله زرمتى هند ، خالد ملکزى ډنمارک پوښتنه :په خپلو سندرو کې دې کومه يوه خوښه ده ؟ نغمه : لکه کوتره الوتمه تا وليدم که نه ، وخت مازديگر دى ، علت يې دا دى چې له دې سندرې سره يوه خاطره لرم . چې له افغانستانه وتلم په هغه شپه مې دا سندره ويله ، په الوتکه کې مې دا سندره له ځان سره ويله او ژړل مې . وطن مې ارمان و . امير علي افغان کراچۍ پوښتنه :په نورو سندر غاړو کې دې څوک خوښ دي ؟ نغمه : ټول مې خوښ دي او ټولو ته د قدر په سترگه گورم ، په ښځو کې مې قمر گله او پرستو او په سړو کې خيال محمد ، منگل ، شاولي او ايوب استاد ، او عبيدالله کندهارى . |