BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:21 گرينويچ 2006 ,16 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان : د مارغانو په والگي کې مرسته غواړو

افغانستان
دغه پيښي د کابل د دشت برچي ، د جلال اباد د ښار او دننگرهار ولايت د خوگياڼيو د ولسوالۍ په مړو شويو مارغانو کې لېدل شوي دي
د افغانستان د روغيتا وزير سيد محمد امين فاطمي نن د پنجشنبې په ورځ ( د کب ٢٥ د مارچ ١٦ ) د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې ايټاليا ته د کتنو لپاره ليږل د ليږل شويو بېلگو پايلې ښکاره شوي دي .

د افغانستان د روغتيا وزېر سيد محمد امېن فاطمې د مارغانو د والگي په اړه په جوړ شوي يوه خبري کانفرانس کې د ا و منل چې په افغانستان کې د مارغانو د والگي شپږ موندل شوې پيښي ( ايچ _٥ اين –يو ) ډوله وژونکې بڼه لري .

د ښاغلي فاطمې په وينا دغه پيښي د کابل د دشت برچي ، د جلال اباد د ښار او دننگرهار ولايت د خوگياڼيو د ولسوالۍ په مړو شويو مارغانو کې لېدل شوي دي .

دده په وينا د مارغانو د والگي په دغو پيښو کې د ( ايچ _٥ اين –يو ) ډوله وژونکى ويروس ، د مړو شويو مارغانو هغو بيلگو ښودلى چې له افغانستان څخه دکتنو لپاره ايتاليا ته ليږل شوې وي .

خو د روغيتا وزير وايي تر اوسه دغه ويروس يوازې په مارغانو کې محدود دي او تر دې مهاله په انسانانو کې د ويروس د شتون په اړه څه رپوټونه نشته دي .

افغان دولت او ملگروملتونو ويلې دي چې د مارغانو د والگي د خپريدو د مخنيوى لپار ه به يو لړ بيړني گامونو هم اوچت کړي .

دوى وايي په دې موخې به ، په هغو سيمو کې چې دغه ناروغۍ په کې وليدل شي ، ټول مارغان ووژل شي او د مارغانو او د چرگانو د غوښې د پلورلو هټۍ او مار کيټونه به تړل کيږي .

که څه هم دولت وار د مخه ، له پاکستان څخه د چرگانو د غوښې واردېدل ، بند کړي دي ، خو همدا اوس په ډېره اندازه ولې تر پخوا په ټيته بيه دکابل په گډون د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د چرگانو د غوښې پير او پلور کيږي.

بل لورته د مارغانو د والگي په اړه چې په خلکو کې د پوهاوي کار همدا اوس روان دى ، چارواکي وايي چې دا به نور ه هم پراخه کړاى شي .

د مارغانو د والگي د مخنيوي لپاره لا له وړاندي په افغانستان کې يو دولتي کميسيون هم جوړ شوى چې د نورو کارونو سربيره ، به د مارغانو د واکيسنولو لارې چارې هم برابرې کړي .

په همد ې حال کې افغان چارواکو ويلي دي چې د دغۍ ناروغۍد مخنيو ي لپاره ېې شونتياوې ډيري لږې دي او پر نړيوالې ټولنې ېې غړ کړي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکارې وکړي .

د افغان دولت دغې غوښتنې په ځواب کې د نړۍ دکرنې او خوراک سازمان اف اې او وېلې دي چې په د مارغانو په فارمونو کې دکار لپاره وترنرانو ځانگړې چپنې او عفوني ضد درمل برابر کړي .

د ٢٠٠٣ ميلادي کال راهيسي ، په ټولې نړۍ کې دمارغانو والگي تر ١٠٠ زيات کسان وژلي او شاوخوا ١٥٠ کسان ېې په وېروس اخته کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت