|
افغانستان کې د مرغانو د وژنې امر وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د پنجشنبې په ورځ ( د کب ٢٥ د مارچ ١٦ ) د افغانستان حکومت او ملگرو ملتونو تاييد کړه چې په افغانستان کې د مارغانو والگى تر ټولو خطرناک ايچ ٥ اين ١ ډوله دى . د ناروغو مارغانو بېلگې ايټاليا ته ليږل شوې وې هلته تر معايناتو وروسته اوس سپينه شوې چې دغه والگى نه يوازې مارغانو ته بلکې انسانانو ته هم خطر پېښوي . د ملگرو ملتونو او افغان دولت په يوۀ گډ بيان کې ويل شوي : (( تر اوسه پورې دغه قضيې يوازې تر مارغانو پورې محدودي دي او کوم انسان ته د دغۀ والگي د لگيدو خبر نشته . خو بايد انسانان ترې خوندي شي . )) په بيان کې راغلي چې د اغيزمنو سيمو مارغان به وژل کيږي او څښتنانو ته يې د تاوان ورکولو پر لارو چارو غور روان دى . د افغانستان دولت د ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د نړيوالې مرستې غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د چرگانو ٩٠٠ فارمونه تړل شوي او له پاکستان څخه د چرگانو په واردولو بنديز لگيدلى دى . د روغتيا نړيوالې ټولنې ويلي دوى به افغانستان ته له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره طبي وسايل ورکوي . افغان چارواکو پرون د چارشنبې په ورځ خبري اژانسونو ته ويلي وو دوى په سلو کې ٩٩ باوري دي چې په هيواد کې د مارغانو پيدا شوى والگى د ايچ ٥ اين ١ ډوله دى . د افغانستان د ناروغو مارغانو بېلگې د پلازمېنې کابل له ځينو فارمونو او د ختيځ ولايت ننگرهار څخه اخيستل شوې وې . ننگرهار د پاکستان په پوله پروت ولايت دى ، په پاکستان کې واردمخه د مارغانو د ايچ ٥ ناروغي موندل شوې وه. ايچ ٥ اين ١ ډوله والگى له مارغانو برسيره انسانان هم وژني . د مارغانو ايچ ٥ اين ١ ډوله والگي په نړۍ کې تر اوسه شاوخوا ١٠٠ کسان وژلي دي چې له تيرو دوو کلونو خپور شوى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان د مارغانو والگى خطرناک دى15 مارچ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د مرغانو د والگي يو ډول ويروس موندل شوى13 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||