BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:41 گرينويچ 2006 ,15 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د مارغانو والگى خطرناک دى
مارغۀ
د ايټاليا د معايناتو وروستۍ پايلې به د پنجشبې په ورځ خپريږي خو ډير باور همدا دى چې دغه والگى به د ايچ ٥ اين ١ ډوله وي
افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ ( د کب ٢٤ د مارچ ١٥ ) خبري اژانسونو ته ويلي دوى په سلو کې ٩٩ باوري دي چې په هيواد کې د مارغانو پيدا شوى والگى د ايچ ٥ اين ١ ډوله دى چې تر ټولو خطرناک دى .

ايټاليا ته د معايناتو لپاره ليږل شوې هغې بېلگې چې د افغانستان له ناروغو مارغانو اخيستل شوې وې داسې ښيي چې ايچ ٥ ډوله والگى دى خو چارواکي اوس وايي چې ډير امکان دا دى چې دغه معاينات به ايچ ٥ اين ١ وايروس پکې وښيي .

د ويترنرۍ د څانگې يوۀ مامور خبري اژانسونو ته په کابل کې وويل :

(( دوى ( ايټالياييان ) وايي په سلو کې ٩٩ باوري دي چې ايچ ٥ اين ١ وايروس به وي خو لاا هم ځينې معاينات پاتې دي . ))

د افغانستان د روغتيا وزارت هم ويلي چې د ايټاليا د معايناتو وروستۍ پايلې به د پنجشبې په ورځ خپريږي خو ډير باور همدا دى چې دغه والگى به د ايچ ٥ اين ١ ډوله وي .

د افغانستان د ناروغو مارغانو بېلگې د پلازمېنې کابل له ځينو فارمونو او د ختيځ ولايت ننگرهار څخه اخيستل شوي دي .

ننگرهار د پاکستان په پوله پروت ولايت دى ، په پاکستان کې واردمخه د مارغانو د ايچ ٥ ناروغي موندل شوې ده .

ايچ ٥ اين ١ ډوله والگى له مارغانو برسيره انسانان هم وژني .

د مارغانو ايچ ٥ اين ١ ډوله والگي په نړۍ کې تر اوسه شاوخوا ١٠٠ کسان وژلي دي چې له تيرو دوو کلونو خپور شوى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت