BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:49 گرينويچ 2006 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د مرغانو د والگي يو ډول ويروس موندل شوى

د مرغانو والگى
افغان چارواکي وايي د مرغانو والگي د مخنيوي لپاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د مرغانو د والگي پنځه پيښې رابرسيره شويدي
خود کرنې وزارت چاوراکي وايي چې د مرغانو د والگي په دغو پيښو کې اچ -٥ ويروس ليدل شوى چې انسان وژونکى نه بلل کيږي .

خو داچې په دغو پيښو کې به د والگي د( اچ-٥ ن _يو) ډوله وژونکى ويروس هم وي اوکه نه، چارواکي وايي چې په همدې موخه ېې مړه شوي مرغان د کتنې لپاره اېتاليي ته استولي دي .

په افغانسان کې د مارغانو د والگي درې پيښې په کابل او دوه نورې د ننگرهار په ولايت کې د مړو شويو مارغانو د کتنې په نتيجه کې رابرسيره شويدي .

په افغانستا کې د کرنې او مالدارۍ د وزارت چارواکې ددې پخلي کوي ، خو وايي په دغو پيښو کې د مارغانو د والگي ( اچ -٥ ) ډوله ويروس په گوته شوى . دغه ويروس د انسانانو ژوند ته گواښ نه پيښوي .
بل پلو په دغو پيښو کې د مارغانو د والگي د ( اچ-٥ ن-يو ) ډوله وژونکي ويروس د شتون په اړه هم انديښنې شته دي .

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت يو چارواکى ، عزيزالله عثماني وايي له همدې لپاره ېې مړه شوي مارغان د کتنې لپاره روم ته استولي دي .

(( موږ به د کړنې ېوه تگلاره جوړ ه کړو . په کومو سيمو کې چې د مارغانود والگي پيښې ليدلې شويدي ، هلته به ټول ناروغه مارغان له مينځه يوړل شي . د ارنگه موږ د واکسېن په تړاو هم پلان لرو او غواړو چې واکسين رانيسو .))

د ارنگه ښاغلي عثماني له نړيوالې ټولني غوښتنه وکړه چې د مارغانو د والگي د مخنيوي لپاره ، له افغانستان سره مالي مرسته وکړي .

په همدې حال کې دولت وايي چې د مارغانو د والگي د مخنيوي په موخه ېې له پاکستان څخه ، افغانستان ته د چرگانو د غوښې په راتگ بنديز لگولى دى . خو دا پداسي حال کې ده چې همدا اوس د کابل په گډون د افغانستان په مختلفو ښارونو کې په ډيره اندازه د چرگانو د وارد شويو غوښو پير او پلور روان دى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت