BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:04 گرينويچ 2006 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځ : په وزيرستان کې مو بيا اورپکې وژلي
بريد جنرال شوکت سلطان
بريد جنرال شوکت سلطان بي بي سي ته وويل له استخباراتي معلوماتو وروسته يې بريد وکړ .
پاکستاني پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې يې تيره شپه ( د کب ١٩ د مارچ ١٠ ) د دوى په وينا ٣٠ کسه اورپکې وژلي دي .

د پاکستان پوځي وياند بريد جنرال شوکت سلطان بي بي سي ته وويل ميرانشاه ته نژدې د خټې د کلي په جگړه کې توپ لرونکو چورلکو هم برخه واخيسته .

د پاکستاني پوځ وياند زياته کړه دغه وروستى بريد تر هغه وروسته د دوى له خوا پيل شو چې اورپکو د يوۀ بريد د چمتو والي په هيله وسلې زيرمه کولې .

ښاغلي سلطان ادعا وکړه چې په وژل شويو کسانو کې بهرنيان هم وو .

د دۀ دغه ادعاوې خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړي . ځينې ځايي خلک شکايت کوي چې که عادي کسان هم ووژل شي پاکستاني پوځ يې اورپکې او ترهگر بولي .

پاکستاني پوځ په دې وروستي بريد کې د مولانا صادق کور او مدرسه په نخښه کړي وو .

مولانا صادق يو له هغو کسانو دى چې پاکستاني پوځ يې د قبايلو په راپارولو تورنوي .

پاکستاني پوځ د يوۀ بل مولوي عبدالخالق مدرسه هم په چاوديدونکو توکو والوزوله ، پر هغه هم دا تور دى چې خلک يې د امنيتي ځواکونو پر ضد پارولي دي .

په ميرانشاه کې نن د شنبې په ورځ ( ١١ مارچ ) هم د پرون غوندې گرځبنديز يو څه نرم شوى و خو ځايي خلکو ويل چې ډيرې هټۍ او ښوونځي لا هم تړلي دي .

د شپې له خوا اوس هم په ميرانشاه کې گرځبنديز دى .

پاکستان ته د مارچ په لومړيو کې د ولسمشر بوش تر سفر لږ وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له لورې عمليات پيل شوي چې تر اوسه پکې ١٥٠ کسان وژل شوي دي .

چارواکي وايي چې يوازې پنځه تنه سرتيري په دغو عملياتو کې وژل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت